د افغان کريکټ بورډ نوى اداري مسوول وټاکل شو

د افغانستان د کريکټ بورډ له خوا د اداري چارو د سمبالښت لپاره حامد شينوارى ټاکل شوى چې پخوا د لوبډلو د ټاکنې مسوول و .
حامد شينواري د دندې له پيله څو شېبې وروسته بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د کريکټ لوبې د غوړاوي لپاره له نويو نظرونو سره په کار شروع کوي .
حامد شينواري د کريکټ لوبغاړو د ذهني قوت پر پياوړتيا ډير ټينگار لارۀ او ويل يې د لوبغاړو ظرفيت بايد لا ډير لوړ شي .
حامد شينواري په ولايتي کچه هم د کريکټ لوبې د غوړولو هوډ ښکاره کړ او ويې ويل چې غواړي دوه ورځنۍ سيالۍ هم په ولايتي کچه پيل کړي ږ
د حامد شينواري نيت دا و چې د دوه ورځنيو لوبو په مټ به د لوبغاړو زغم او حوصله ډيره شي او د تيزې لوبې پر ځاى به توپ ته په پام سره لوبه وکړي .
حامد شينواري وويل افغانستان بايد نه يوازې نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي لار ووهي بلکې په اتلوليو کې هم وځليږي .
د کريکټ بورډ نوي اداري مسوول وويل د منډه جوړونکو د لوبې د ښه کولو لپاره غواړي چې د پاکستان مخکينى کپتان راشد لطيف وگماري چې له کبير خان سره په گډه کار وکړي .
راشد لطيف
راشد لطيف به نه يوازې د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره کار کوي بلکې له تنکيو ځوانانو سره به هم مرسته کوي .
حامد شينوارى وايي د افغانستان اې ټيم او دغه راز د ١٩ کلنو، ١٥ کلنو ، ١٧ کلنو لوبډلو لپاره به هم دويم ټيمونه جوړوي چې د اصلي لوبډلو لپاره لوبغاړي پکې وروزل شي .
د کريکټ بورډ د اداري چارو نوي مسوول ژمن شو چې د اې ټيم او نورو لوبډلو لوبغاړو ته به هم معاشونه ټاکي .
د معاشونه مساله د ملي لوبډلې د لوبغاړو او کريکټ بورډ ترمنځ تل د لانجې وړ موضوع وه .
حامد شينواري وويل دۀ له هندي مسوولينو سره خبرې کړي چې د افغان بيلا بيلو لوبډلو لپاره د لوبو زمينه برابره کړي .
په تير کال کې حامد شينوارى دريم کس دى چې د کريکټ بورډ د اداري مسوول په توگه ټاکل کيږي .
تيرو مسوولينو هم په پيل کې د دغې لوبې د غوړاوي لپاره د نويو نظرونو او تگلارو يادونه کړې وه خو په پاى کې پرې بريالي شوي نه و .
حامد شينوارى به د خپلو ژمنو په عملي کولو کې ستونزې ولري خو په افغانستان کې د دغې لوبې مينه وال هيله من دي چې بريالى شي .








