حميد حسن :شپه او ورځ د هند په لوبې فکر کوم

حميد حسن د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې تيز بالر دى او يو له هغو ستورو دى چې افغانان ورڅخه په نړيوالو شل اوريزو کريکټ اتلوليو کې ډيرې هيلې لري .
حميد حسن په شل اوريزو کريکټ رسمي لوبو کې تر بل هر افغان ډير لوبغاړي سوځولي دي.
بي بي سي پښتو ويبپاڼې د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو په باب ورسره خوالۀ کړي دي :
پوښتنه : پښه دې اوس څرنگه ده ؟
حميد حسن : پښه مې اوس گوزاره کوي تر پخوا ښه شوې ده.
پوښتنه : خبره د گوزارې ده ، يعنې ويره لا هم شته ؟
حميد حسن : خداى دې نه کوي ، ويره نه لرم اوس هغه مشکل ختم شوى دى ، اوس بيخي سم يم ، په لاهور کې مې يو ډاکټر ته پښه ورښکاره کړې وه هغه راسره مرسته کړې وه.
پوښتنه : په نړيوالو اتلوليو کې مو لومړۍ لوبه له هند سره ده ، د هند لوبغاړو ته پلان لرې ؟
حميد حسن : هو د هغوى د لوبغاړو لوبې وينم او پلان ورته لرم . چې کښېنم او پاڅيږم بس پر همدې لوبې فکر کوم .
پوښتنه : د هند تکړه لوبغاړى شېواک نشته ، تاسو ته به ښه خبر وي ؟
حميد حسن :
رښتيا هم شيواگ ښه لوبغاړى دى ، زړور دى او په شل اوريزو لوبو کې
خو ډير خطرناک دى ليکن د هند لوبغاړي يو تر بل ښه دي . که شيواگ نه وي يوسف پټان به وي ، دوني به وي يا به بل لوبغاړى وي
پوښتنه : د هند د منډۀ جوړونکو کومه کمزوري يا ضعف هم درمعلوم شوى دى ؟
حميد حسن : د هغوى لوبه پرله پسې گورم چې په اى پي ايل کې لوبه کوي ، خداى مهربانه دى.
پوښتنه : دوني او يوراج سينگ ډير خطرناک نه دي ؟
حميد حسن : که خداى وکړل او د هند اول لوبغاړي ژر وسوځيدل نو زۀ به له خيره همدې دوني او يوراج سينگ ته بالينگ کوم ، ما ورته په ذهن کې پلانونه جوړ کړي دي . د ميچ په ورځ به يې وښيم .
پوښتنه : اوس يې له موږ سره نه شريکوې ؟
حميد حسن : نه وروره ،( په خندا ) کوم پښتون به ورته ناست وي او هندي ټيم ته به يې هر څه ترجمه کړي وي چې زۀ څه پلان لرم.
پوښتنه : د سويلي افريقا په باب دې څه فکر کړى دى ؟
حميد حسن : له هند سره دې لوبه وشي جنوبي افريقا لوبه به بيا گورو .
پوښتنه : د سويلي افريقا کپتان گراهم سميت په دې وروستيو کې افغان لوبډله خطرناکه بللې وه فکر کوې سميت ، ذهني لوبه پيل کړې او که له زړۀ دا خبره کوي ؟
حميد حسن : د سميت خبرې مې ولوستې ، خبره دا ده چې د کريکټ په لوبه کې هر څه ممکن دي او بيا د شلو اوورونو لوبه خو هيڅ نه معلوميږي . موږ به ورسره تر خپله وسه ښه لوبه کوو .
پوښتنه : که واک درسره واى په افغان لوبډله کې دې کوم بدلون راوست ؟
حميد حسن : په ټيم کې کوم مشکل نه راته ښکاريږي . هلکان ښه لوبه کوي ، کوچ ( روزونکى ) ډيره خواري راسره کوي ، کبير خان که څه هم خپله بالر و خو زموږ بيټسمينانو ته هم تل د شارټونو په برخه کې او د لوبې په باب پلان ورکوي نو ټيم مو ښه دى .








