افغانستان او نیوزیلنډ: کومه لوبډله د ګټلو ښه چانس لري؟
- Author, حمید قیومي
- دنده, بي بي سي
دواړه نیوزیلنډ او افغانستان نن د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو کې خپلې دویمې لوبې کوي. د لومړیو لوبو پایلې دواړو لوبډلو لپاره بدلې وې، نیوزیلنډ اسټرالیا ته په لوی توپير ماتې ورکړې وه او افغانستان بیا خپله لومړۍ لوبه انګلنډ ته بایللې وه.
له لوبې وړاندې د روزنې پر مهال د افغانستان لوبډلمشر محمد نبي وویل چې لوبډلې یې انګلنډ ته له بایللو زده کړه کړې او د تېرو دوو ورځو په روزنیز کمپ کې یې په هماغو اړخونو تمرکز کړی چې انګلنډ سره په لوبه کې ښه نه وو.
ده یو اړخ د توپ وهنې یا بیټېنګ ډګر یاد کړ او ویې ویل چې هیله من دی نیوزیلنډ سره لوبه کې به په پرتلیز ډول ښه وي.
محمد نبي زیاته کړه: "لومړۍ لوبه کې مو ستراتېژي دا وه چې د بیټېنګ پر مهال وروستیو پنځو یا شپږو اورونو لپاره وېکټې ولرو او په چټکۍ منډې وکړو خو داسې ونه شول او همدا لامل وو چې موږ لږ تر لږه ۲۰ یا ۲۵ رنزونه په هغه لوبه کې کم وکړل."
انګلنډ سره د لوبې پر مهال د هغوی تېزو توپ اچوونکو په ځانګړي ډول سام کرن او مارک ووډ افغان توپ وهونکو ته سر خوږی جوړ کړی وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
سام کرن پنځه لوبغاړي سوځولي وو او مارک ووډ بیا نژدې ۱۵۵ کیلومتره په ساعت سرعت سره بالېنګ کاوه.
د نیوزیلنډ لوبډلې جوړښت ته که وګورو نو دوی هم لږ تر لږه درې خورا چټک او تجربه لرونکي بالران لري.
ټیم ساودي، ټرېنت بولټ او لوکي فرګوسن چې نژدې ۱۵۰ کیلومتره په ساعت توپ اچونه کولی شي او د مېلبورن په لوبغالي کې یو ځل بیا پر افغان بټسمېنانو فشار راوستی شي.
د افغان لوبډلې مرستیال روزونکي رئیس احمدزي راته وویل چې نن سبا په ځانګړي ډول شل اووریزو لوبو کې بټسمېنان کولی شي تېز توپ اچوونکي په خورا ډاډه زړه ولوبوي.
ده د افغان توپ وهونکو په اړه وویل چې د روزنې پر مهال یې همدې ټکي ته ډېر پام کړی.
د مېلبورن پېچ یا ویشتنځای

د عکس سرچینه، Getty Images
مېلبورن لوبغالي کې نن لومړۍ لوبه د انګلنډ او ایرلنډ تر منځ ده. دلته دا تېرې څو ورځې هوا باراني ده.
نن هم له سهار راهیسې وقفې سره میده میده باران اورېدلی. د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ د لوبې پر مهال هم د باران اټکل شته او ښايي لوبه اغېزمنه کړي.
د اسټرالیا پخواني تېز توپ اچوونکي شین وټسن د مېلبورن ننني پېچ یا ویشتنځي په اړه ویلي چې بالرانو ته سم برابره دی.
ده زیاته کړه:"په پېچ نوي او شنه واښه هم شته او پخواني زاړه واښه هم لري چې دا کولی شي د تېزو بالرانو توبونو ته خوځښت ورکړي. د لمدې او باراني هوا له امله به توپ نور باونس هم ولري (له ټپکې وروسته به تر سینې رالوړېږي."
شین وټسن وايي د ده په نظر هر لوبډلمشر چې پچه وګټله نو لومړی به بالېنګ کوي.
د نیوزلنډ لوبډله اسټرالیا ته له ماتې ورکولو وروسته الف ګروپ کې ښه دریځ کې ده.
دوی به نن هڅه کوي چې افغانستان ته په ماتې ورکولو خپل دا دریځ لا پیاوړی کړي.
د نیوزیلنډ تېز توپ اچوونکي ټرېنټ بولټ پرون د افغانستان په اړه وویل چې ورو توپ اچوونکي یې خورا پیاوړي دي او پر مټ یې افغانستان د نړۍ هره لوبډله ماتولی شي.
ده زیاته کړه چې لوبډلې یې نننۍ لوبې ته ښه چمتووالی نیولی.
نننۍ لوبه کې به یو وار بیا پام پر افغان توپ وهونکو ورټول وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پيل کې د رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځي ملګرتیا او د لوبې چټک پیل مهم دی چې ورپسې راتلونکي لوبغاړي بیا ډېر فشار سره مخ نه وي.
که څه هم د افغانستان ځواک دا دی چې لومړی بیټېنګ وکړي او بیا د خپلو بالرانو پر مټ د هدف دفاع وکړي خو د مېلبورن باراني هوا ته په کتو ښايي افغان لوبډله نن غوره وګڼي چې د پچې په ګټلو نیوزیلنډ بیټېنګ ته وروبلي.












