اسیا جام: پاکستان له افغانستان سيالي په يوه وېکټه وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسيا جام د دويم پړاو سياليو کې پاکستان افغانستان ته په يوه وېکټه ماته ورکړه.
له دې بريا سره پاکستان او شري لنکا دواړه پايلوبې ته ووتل چې راتلونکې يکشنبې به سيالي کوي.
دا لوبه چې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه پچه يې پاکستان وګټله او لومړی يې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه چې پاکستان په وروستي اورو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
د افغانستان لپاره ابراهيم ځدراڼ ۳۵، حضرت الله ځاځي ۲۱، راشد خان ۱۸، رحمان الله ګوربز ۱۷ او کريم جنت ۱۵ منډې وکړې.
د پاکستان لپاره حارث روف دوې، نسيم شاه، محمد حسنين، محمد نواز او شاداب خان يوه يوه وېکټه واخيسته.
بل پلو د افغانستان فضل الحق فاروقي درې، فريد احمد درې او راشد خان دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان له لورې حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، کريم جنت، راشد خان، عظمت الله عمرزی، مجيب ځدراڼ، فريد احمد او فضل الحق فاروقي ولوبېدل.
بل پلو د پاکستان له لوري، محمد رضوان، بابر اعظم، فخر زمان، افتخار احمد، خوشدل شاه، شاداب خان، اصف علي، محمد نواز، حارث روف، محمد حسنين او نسيم شاه د لوبې ډګر ته راوتلي وو.
د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو نننۍ لوبه پر دغو لوبډلو سربېره د اسیا جام د دویم پړاو دوو نورو لوبډلو (هند او شري لنکا) ته هم پایلوبې ته رسېدو لپاره هم مهمه او برخلیک ټاکونکې وه. له دې بريا وروسته به پاکستان او شري لنکا په پايلوبه کې سره مخامخېږي؟
افغانستان تر دې وړاندې پاکستان سره دوه نړیوالې شل اوریزې لوبې کړې او دواړه یې بایللې دي.
دا ښایي له روحي اړخه پاکستان ته یوه مثبت ټکي وي، خو افغان لوبغاړو بیا د سږني اسیا جام ګروپي لوبو کې شري لنکا او بنګله دېش ته په لوی توپیر ماتې ورکړې او تر اوسه ښه لوبېدلي دي.
افغان لوبغاړو د افغانستان کرېکټ بورډ پر فېسبوک پاڼه خپرو کړو ویډیوګانو کې ویلي چې نننۍ لوبې ته یې ښه چمتووالی نیولی و.
د افغانستان لوبډله به څلور مخکښو لوبډلو کې خپله درېمه لوبه سبا پنجشنبه له هند سره لوبه وکړي.










