له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو کلیزه؛ جنرال مککینزي وايي، امریکا خوندي نه ده

U.S. Army Major General Chris Donahue, commander of the 82nd Airborne Division, steps on board a C-17 transport plane

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تورن جنرال کریس ډوناهیو وروستی امریکایی پوځي و، چې تېر کال په همدې ورځ له افغانستانه ووت
    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

نن شپه د افغانستان په وخت ۱۲ بجې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو یو کال پوره کېږي.

د یو کال د پوره کېدو په درشل کې امریکايي جنرال فرانک مککینزي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشري ور له غاړې وه، وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته متحده ایالتونه تر پخوا کم خوندي هېواد دی.

جنرال مککینزي ویلي، هېواد یې اوس په افغانستان کې د افراطي مذهبي ډلو د څارلو او مخنیوي لپاره ډېر کم امکانات په لاس کې لري.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت تېرکال په همدې ورځ د شپې ناوخته پای ته رسېدلی و.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت سبا چهارشنبه په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

جنرال مککینزي چې هغه مهال یې د امریکايي ځواکونو قومنده په لاس کې وه، بي بي سي ته ویلي، له افغانستانه چې امریکايي ځواکونه په کومه بڼه ووتل، دی پکې ځان ګناهګار ګڼي.

نوموړی وايي: فکرکوم څه چې پېښ شول، زه یې په اړه بد احساس لرم. زه قومندان یم او زه یې مسوول یم. البته چې زه په دې اړه ډېر بد احساس لرم. موږ په افغانستان کې امریکايي او د هغوی ملاتړي نارینه او ښځینه ځواکونه له لاسه ور کړل او زه د هغو "وژل شویو" افغان سرتېرو په اړه هم ژور احساس لرم چې په دا دومره موده یې د خپل هېواد لپاره جګړه وکړه. ''

د جنرال مک‌کنزي په وینا، ایران د امریکا ټلوالې ته ورځنی ګواښ دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جنرال مککینزي بي بي سي ته ویلي، له افغانستانه چې امریکايي ځواکونه په کومه بڼه ووتل، دی پکې ځان ګناهګار ګڼي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په ۳۰مه نیمه شپه د جنرال کریس دوناهیو په نامه وروستی امریکايي سرتېری سي ۱۷ باري الوتکې ته وخوت او په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مککینزي یې د عکس په خپرولو په افغانستان کې د خپل حضور پای اعلان کړ.

جنرال مککینزي چې د امریکايي رسنیو د رپوټونو له مخې، له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو سره مخالف و، د روان زېږدیز کال په اپریل کې تقاعد شوی دی.

له افغانستانه د امریکايي‌ ځواکونو د وتلو عملیات له هغه مهلت څخه څو ساعته مخکې پای ته ورسېدل چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ټاکلی و.

ښاغلی بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د بېړنۍ ایستنې له امله په کور دننه د جمهوریپالو او ان ځینې ډیموکراټانو تر کلکو نیوکو لاندې راغلی او هغه مهال افغانستان کې د طالبانو چټک مخته تګ او د کابل نیول د ښاغلي بایډن د سیاستونو پایله ګڼي.

Taliban fighters from the Fateh Zwak unit, wielding American supplied weapons, equipment and uniforms, enter into the Kabul International Airport 31 August 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تېر کال اګست پر ۳۱ مه د طالبانو الفتح نومې ډله د کابل هوايي ډګر ته ننوته.

واشنګټن او ناټو پر افغانستان د طالبانو د دومره چټکې ولکې وړاندوینه نه وه کړې، نو ځکه په بېړه له افغانستانه وتلو ته اړ شول او خپل زرګونه هغه افغان ملګري چې د دوی په شل کلن حضور کې یې له دوی سره مرسته کړې وه، پر میدان پرېښودل.

هغه مهال ښاغلي مککینزي ویلي و، له افغانستانه یې پخپل وروستي پرواز کې هغه لسګونه امریکايي وګړي په الوتکه کې سپاره نه شول کړای چې نه وو توانېدلي ځانونه د کابل هوايي ډګر ته ورسوي.

د راپورونو له مخې، امریکايي ځواکونو له کابل هوايي ډګر او نورو سیمو څخه د وتلو پر مهال ګڼې ویجاړۍ تر شا پرېښودې.

بل لورته د طالبانو سرپرست حکومت له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د کال پوره کېدو په مناسبت سبا چارشنبه په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې او د رپوټونو له مخې، د طالبانو حکومت د دې ورځې لمانځي لپاره د ځانګړو مراسمو تابیا هم کړې ده.