امریکا به په لومړي ځل د کرېکټ نړيوال جام کوربتوب کوي

کرېکټ نړیوال جام

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړيوالې شورا په متحده عرب اماراتو کې د شورا د غړو په مشوره د راتلونکو لسو کلونو لپاره د کرېکټ نړيوالو جامونو وخت او کوربه هېوادونه اعلان کړي دي.

د دې اعلان له مخې به امریکا او نميبيا په لومړي ځل د کرېکټ نړيوال جام کوربتوب کوي.

د ۲۰۲۴ کال د نارينه وو شل اوريز جام به د امریکا او وېسټ انډيز په ګډ کوربتوب ترسره کېږي. په ۲۰۱۰ کال کې هم په وېسټ انډيز کې د نړيوال جام سيالۍ شوې وې.

له دې اته مياشتې وروسته د ۲۰۲۵ په فبرورۍ مياشت کې به پاکستان د چمپينز ټرافۍ کوربه وي. دا به له ۱۹۹۶ کال راهيسې په پاکستان کې د کرېکټ لوی نړيوال ټورنمېټ وي.

ټاکل شوې په ۲۰۲۶ کال په هند او شري لنکا کې د کرېکټ شل اوريزې نړيوالې سيالۍ ترسره شي.

د ۲۰۲۷ کال اکټوبر/ نومبر مياشت کې به نميبيا په لومړي ځل د زمبابوې او جنوبي افريقا سره په ګډه د کرېکټ نړيوال جام کوربه وي. جنوبي افريقا او زېمبابوې وروستی ځل په ۲۰۰۳ کال کې د دغو سياليو کوربتوب کړی و.

په ۲۰۲۸ کال په اکتوبر مياشت کې به د شل اوريز نړيوال جام په استراليا او نيوزيلنډ کې وشي او يو کال وروسته به هند د جمپينز ټرافۍ کوربه وي.

په ۲۰۳۰ کال کې به انګلنډ د ايرلنډ او سکاټلنډ سره يو ځای د شل اوريز نړيوال جام کوربتوب کوي. دا به له ۱۹۹۹ کال راهيسې لومړی ځل وي چې ايرلنډ او سکاټلنډ د کرېکټ د يوې سترې نړيوالې سيالۍ کوربه وي.

د کرېکټ ۲۰۳۱ نړيوال جام به په اکتوبر/نومبر مياشت په هند او بنګله دېش کې ترسره شي.