کرېکټ: افغانستان راتلونکې جنورۍ کې ایرلنډ سره ۳ لوبې کوي

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په جنورۍ میاشت کې د ایرلنډ پر وړاندې ۳ پنځوس اوریزې لوبې کوي. دا به په نړۍ کۍ د کورونا وبا له پیل راهیسې د افغان لوبډلې لومړنۍ نړیوالې لوبې وي.
ټاکل شوې ده چې دا لوبې د جنورۍ پر ۱۸مه، ۲۱مه او ۲۳مه نېټه ترسره شي. که څه هم د لوبو ځای نه دی مالوم، خو کرېکټ بورډ وایي چې کوربتوب به یې افغانستان کوي.
یاده دې وي چې افغان لوبډله دا مهال د خپلو نړیوالو لوبو کوربتوب د هند په (ګرېټر نویډا) او (دهرادون) لوبغالو کې کوي.
د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې "یادې لوبې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو نړیوال جام لوبو ته د لارموندنې په موخه د دغه نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو برخه دي".
افغانستان خپلې وروستۍ نړیوالې لوبې هم د ایرلنډ پر ضد د روان ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې ترسره کړې وې.
افغان کرېکټ مینه والو ته له اوږد ځنډ وروسته ښه زیری

د عکس سرچینه، ACB
په نړۍ کې د کورونا وبا خپرېدو له کبله د کرېکټ په ګډون هر ډول سپورتي سیالۍ د څو میاشتو لپاره په ټپه ودرېدې او د افغانستان په ګډون د ګڼو ملي لوبډلو لوبې لغوه شوې.
ټاکل شوې وه چې افغان ملي لوبډله د روان ۲۰۲۰ کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې په اسټرالیا کې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام کې ګډون وکړي، خو دا سیالۍ د کورونا وبا له کبله راتلونکي کال ته وځنډول شوې.
همدا راز ټاکل شوې وه چې افغان ملي لوبډله په راتلونکې دسمبر میاشت کې له اسټرالیا سره د دې هېواد په پېرت ښار کې یوه ټېسټ لوبه وکړي، خو هغه هم د کورونا وبا له کبله وځنډول شوه.
که څه هم چې ځینو ملي لوبډلو وار د مخه یو ځل بیا نړیوالې لوبې پیل کړې، خو د افغانستان کرېکټ مینه وال باید دوه میاشتې نور هم صبر وکړي چې خپله ملي لوبډله وګوري.
خو د یادولو ده چې د کورونا وبا په دې څو میاشتنۍ موده کې د افغانستان کرېکټ وتوانېد چې تېره سپتمبر میاشت کې د شپږیزې په نامه د کورني کرېکټ سیالۍ په کابل کې ترسره کړي.
همدا راز په تېره اکتوبر میاشت کې د غازي امان الله خان په نامه د کورني کرېکټ (اې لېسټ) سیالۍ هم په کندهار کې وشوې.









