کابل بازان د شپږیزې کرېکټ لیګ اتلان شول

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان د کورني کرېکټ (شپږیزه لیګ) د اووم پړاو په پایلوبه کې کابل بازانو نن مس عینک اتلانو ته په لس منډو ماتې ورکړه او له دې سره یې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
کابل بازانو لومړۍ منډې وکړې او مس عینک ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه، خو د مس عینک اتلانو ټوله لوبډله په وروستي اوور کې په ۱۲۹ منډو وسوځېده او کابل بازان اتلان شول.
د دغې لوبې پچه مس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې یا فیلډینګ پرېکړه وکړه.
د کابل بازانو د منډو پیل ښه نه و او یو مهال یې په ۱۲ منډو ۳ لوبغاړي سوځېدلي وو، چې کپتان رحمان الله ګربز، اوپنر ملګری یې نور علي ځدراڼ او ریاض حسن پکې شامل وو.
خو یونس احمدزي ۳۶ او سمیع الله شینواري ۳۲ منډې وکړې او د کابل بازانو پاڼۍ یې یو څه جوړه کړه.

د عکس سرچینه، ACB
کابل بازانو ۵۰ منډې د لوبې په اووه اعشاریه څلور اوورنو کې بشپړې کړې او ۱۰۰ منډې یې بیا د لوبې په ۱۴ اعشاریه یو اوور کې پوره کړې.
دغې لوبډلې په ۱۹ اعشاریه یو اوور کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۳۹ منډې ترلاسه کړې.
د مس عینک له لوري دولت ځدراڼ د ۱۲ منډو ورکولو بدل کې تر ټولو ډېرې ۳ وېکټې واخیستې.
مس عینک په اسانۍ وېکټې له لاسه ورکړې
د ۱۴۰ منډو هدف ترلاسه کولو په لړ کې د مس عینک لوبډلې پیل هم ښه نه و او تکړه اوپنر بهار علي شینواری یې په صفر وسوځېد.
محمد شهزاد او حشمت الله شهیدي هم تر ډېره پر وېکټه پاتې نشول او ژر وسوځېدل.
غمي ځدراڼ له ۳۶ توپونو تر ټولو ډېرې ۴۰منډې او ورپسې شاهدالله له ۲۴ توپونو ۲۶ منډې ترلاسه کړې.

د عکس سرچینه، ACB
خو د مس عینک نوره لوبډله په اسانۍ سره یو په بل پسې وسوځېده او ترمنځ یې کومه ښه ملګرتیا ونشوه.
په وروستي اوور کې مس عینک اتلس منډې پکار وې او دولت ځدراڼ یوې شپږیزې سره دوی ته یو څه هیله ورکړه. خو نوموړی رن اوټ شو او کابل بازانو لوبه په لس منډو وګټله.
ننګیالي خروټي او نجات مسېد د کابل بازانو له لوري دوې، دوې ویکېټې واخیستې.
بسم الله جان شینواری او احمدشاه پکتین د کابل نړیوال کرېکټ لوبغالي پر میدان د دغې لوبې لپاره لوبڅاران وو او عزت الله ساپی ټلویزیوني لوبڅار و.
دا دویم ځل دی چې کابل بازان د دې سیالیو اتلولي ګټي، خو مس عینک ونه توانېد چې د خپلې تېر کال اتلولۍ دفاع وکړي.









