کرېکټ: وېسټ انډیز سره د سیالیو لړۍ کې د افغانستان بریا

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board
د هند په لکنوو ښار کې د افغانستان او وېسټ انډیز تر منځ د دریو شل اوریزو لوبو دویمه هغه افغانستان د ۴۱ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان په نننۍ بریا کې کریم جنت مهم رول درلود، چې پنځه مهمې وېکټې یې تر لاسه کړې او د لوبې له لومړیو یې پر وېسټ انډیز لوبغاړو فشار په تدریجي ډول ډېر کړ.
نوموړي یوازې ۱۱ منډې ورکړې، چې د ویسټ انډیز خلاف کې د یوه افغان بالر تر ټولو لږ منډې دي.
د نننۍ لوبې پچه یا ټاس افغانستان وګټله او د توپ وهلو پرېکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د ټولو ۲۰ اورنو لوبې وروسته د ۷ وېکټو په زیان سره ۱۴۷ منډې وکړې.
په ځوابي لوبه کې وېسټ انډیز د ټولو ۲۰ اورونو له لوبې وروسته ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۰۶ منډې یې وکړې.
د افغانستان له لوري د پنځم اور پر دویم توپ، رحمان الله ګربز د ۱۵ منډو له ترلاسه کولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه. په ده پسې سملاسي وروسته حضرت الله ځاځي هم د ۲۶ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شو.
د افغانستان له لوري د فرید احمد پر ځای کریم جنت ولوبید او دغه راز د ویسټ انډیز له لوري د فابیان الن پر ځای کیمو پاول په ننۍ سیالۍ کې لوبه وکړه.
افغانستان د دې لړۍ لومړنۍ لوبه بایللې ده.

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board
نننۍ لوبه د افغانستان لپاره ځکه خورا مهمه وه چې له دې مخکې یې د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ ویسټ انډیز ته د صفر مقابل کې په دریو ماتو بایللې او دغه راز یې د شل اوریزو سیالیو لومړنۍ لوبه هم بایللې ده.
په تېره شل اوریزه سیالۍ کې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان ګټلې وه، د باولنګ یا توپ اچوونې پرېکړه یې کړې وه او ویسټ انډیز و نه توانید خورا لوی هدف وټاکي، خو په شل اوریزو سیالیو کې مخکښه مشهوره افغان لوبډله بیا هم و نه توانیده بریا ته ورسېږي او وېسټ انډیز هغه لوبه په ۳۰ منډو وګټله.
حضرت الله ځاځي او رحمان الله ګربز د افغانستان له لوري په هغه سیالۍ کې لوبه پیل کړه او دواړو د دویم اور تر بشپړېدو مخکې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ویسټ انډیز فابیان الن د ټپي کېدو له کبله په هغه لوبه کې له میدانه ووت او ویسټ انډیز یو بالر له لاسه ورکړ، خو د الن ملګري وتوانیدل د ټولو شلو اورونو له لوبې وروسته افغان لوبډله تر۱۳۴ منډو پورې محدوده کړي او ۹ لوبغاړي یې له میدانه بهر کړي.
د شل اوریزو لوبو له لړۍ وروسته به افغانستان له وېسټ انډیز سره یوه ټېسټ لوبه هم کوي.
افغانستان دا مهال په شل اوریزو لوبو کې د ټولې نړۍ په کچه د بریا تر ټولو لوړ اوسط لري. د لوبې جزیات به پر همدې پاڼه خپریږي او له بي بي سي پښتو ټلویزیون او رادیو خپږيږي.








