کرېکټ: وېسټ انډیز له افغانستانه دریمه لوبه هم وګټله

هوپ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، وېسټ انډیز لپاره هوپ ۱۰۹ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو

وېسټ انډيز کرېکټ لوبډلې نن په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه او له دې سره یې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله. وېسټ انډیز نن پچه وګټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغانستان وتوانېد چې په خپلو ۵۰ اورونو کې په ۷ وېکټو ۲۴۹ منډې وکړي.

وېسټ انډیز خپل ټاکل شوی په ۴۹ م اوور کې په ۵ وېکټو ترلاسه کړ او په دې توګه یې د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ په درې/صفر وګټله.

افغانستان نن په خپله لوبډله کې ځوان توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ ته فرصت ورکړ چې خپله لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه وکړي. خو نوموړی ښه ونه ځلېد او یوازې په ۲ منډو وسوځېد.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغانستان لپاره نن حضرت ځاځي او ابراهیم ځدراڼ توپوهنه پیل کړه

خو د ده ملګری اوپنر حضرت الله ځاځی نن بلاخره وتوانېد چې پر وېکټه پاتې شي او په پای کې یې په ۵۷ توپونو ۵۰ منډې جوړې کړې او د پیل اورونو کې یې د افغانستان پاڼۍ سمبال کړه.

رحمت شاه په ۱۰ منډو، اکرام علي خېل په ۹ منډو او نجیب ځدراڼ په ۳۰ منډو وسوځېدل. خو اصغر افغان او محمد نبي وتوانېدل چې یوه ښه ملګرتیا وکړي.

دوی دواړو په خپلو منځو کې د ۱۲۷ منډو ملګرتیا وکړه. اصغر افغان په ۱۴۳ توپونو ۸۶ منډې وکړې او محمد نبي په ۹۹ توپونو ۵۰ منډې وکړې.

په ځواب کې د وېسټ انډیز پیل ښه نه و او په دریمه اوور کې مجیب ځدراڼ دوه وېکټې واخیستلې. هغه مهال داسې ښکارېده چې افغان لوبډله په لوبه کې برلاسې ده.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، اصغر افغان نننۍ لوبه کې ښه وځلېد او ۸۶ منډې یې وکړې. حضرت ځاځي او محمد نبي هر یو ۵۰ منډې وکړې

خو د وېسټ انډیز اوپنر هوپ تر پایله پر وېکټه پاتې شو او ۱۰۹ منډو سره یې د ویسټ انډیز پاتې پانۍ سمبال کړه او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله.

د چېس ترڅنګ چېس هم ۴۲ مندې جوړې کړې، او د کپتان ۳۲ منډو او همدا راز د کنګ ۳۹ منډو هم د وېسټ انډیز توپوهونکي له سخت حالته را و ایستل.

له دې وروسته به دواړه لوبډلې درې شل اوریزې او بیا یوه ټېسټ لوبه هم کوي.