کرېکټ: وېسټ انډیز له افغانستانه دویمه یوه ورځنۍ لوبه وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board

د افغانستان او وېسټ انډیز تر منځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې چې د هند لکنو کې وشوه، وېسټ انډيز افغانستان ته په ۴۷ منډو ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

وېسټ انډیز چې د ټولو ۵۰ اورنو له لوبې وروسته ویسټ انډیز ۲۴۷ منډې کړې او ۹ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي او افغانستان ته یې د ۲۴۸ منډو هدف ټاکلی.

په ځوابي لوبه کې له لومړي توپ سره افغانستان د جاوید احمدي وېکټه له لاسه ورکړه. افغان لوبډله وتوانېده چې په ۴۵ اعشاریه څلور اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۰ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري نجیب الله ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۵۶ منډې وکړې.

نیکولاس پوران د وېسټ انډیز له لوري تر ټولو ډېرې ۶۷ منډې وکړې او بالاخره یې شرف الدین اشرف کېچ ونیو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFghan cricket board

د افغانستان له لوري نوین الحق درې، مجیب الرحمان، شرف الدین اشرف، محمد نبي، راشدخان او جاوید احمدي یوه- یوه وېکټه تر لاسه کړه.

په نننۍ لوبه کې الروانډر او پخوانی لوبډلمشر ګلبدین نایب پر ځای سپین باولر شرف الدین اشرف اخیستل شوی دی.

له دې مخکې د نومبر پر شپږمه د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ د کرېکټ یو ورځنۍ لومړنۍ لوبه چې د هند په همدې لکنو ښار کې وشوه، وېسټ انډیز په اوو وېکټو وګټله.

حضرت الله ځاځی، جاوید احمدي، رحمت شاه، اکرام علي خېل، نجیب الله ځدراڼ، اصغر افغان، محمد نبي، شرف الدین اشرف، نوین الحق، او مجیب الرحمان د لوبډلمشر راشدخان په مشرۍ په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لوري برخه لري.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board

د دې لړۍ یو ورځنۍ لوبې به د نومبر میاشتې له شپږمې تر ۱۱مې نېټې او شل اوره به د همدې نومبر میاشتې له ۱۴ تر ۱۷مې پورې کېږي.

ټیسټ لوبه به د نومبر له ۲۷ د ډیسمبر تر لومړۍ نېټې دوام وکړي. دغه ټولې لوبې به به د هند اترپردېش په لکنو کې وشي.

تاسې کولای شئ د ورځې په اوږدو کې د بي بي سي پر پښتو وېبپاڼه او فېسبوک پاڼه د لوبې وروستی حال مالوم کړئ.‌