کرېکټ: وېسټ انډیز افغانستان ته په لومړنۍ شل اوریزه کې ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board
د افغانستان او وېسټ انډیز د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالو د لړۍ لومړۍ لوبه د هند د لکنو ښار په اېکانا لوبغالي کې وشوه.
وېسټ انډیز د ۲۰ اورونو له لوبې وروسته ۱۶۴ منډې کړې او ۵ لوبغاړي یې سوځلي وو.
وېسټ انډیز د ۲۰ اورونو له لوبې وروسته ۱۶۴ منډې کړې او ۵ لوبغاړي یې سوځلي وو. افغانستان په ځوابي لوبه کې د ټولو شلو اورنو له لوبې وروسته ۱۳۴ منډې وکړې او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل. وېسټ انډیز دغه لوبه په ۳۰ منډو وګټله.
حضرت الله ځاځي او رحمان الله ګربز د افغانستان له لوري ځوابي لوبه پیل کړه او دواړو د دویم اور تر بشپړېدو مخکې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board
د افغانستان له لوري ګلبدین نایب دوې، مجیب الرحمان، راشد خان او نوین الحق یوه یوه وېکټه واخیسته.
د وېسټ انډیز له لوري ایوین لیویس تر ټولو ډېرې ۶۸ منډې وکړې.
د افغان لوبډلې کپتان راشد خان نن د لوبې پچه وګټله او لومړی یې وېسټ انډیز ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
له پنځوس اوریزو سیالیو وروسته دې لوبو لپاره په افغان لوبډله کې ځینې بدلونونه راغلي دي. ګلبدین نایب، رحمان الله ګربز او فرید احمد ملک یو ځل بیا په لوبډله کې اخیستل شوي دي.
دواړه لوبډلې به د دې لړۍ په ترڅ کې درې شل اوریزې لوبې کوي، چې دا یې لومړنۍ هغه ده.
هېره دې نه وي چې د دې شل اوریزو لوبو له لړۍ وړاندې وېسټ انډیز د پنځوس اوریزو لوبو په لړۍ کې افغانستان ته درې پر صفر ماتې ورکړه.

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board
د شل اوریزو لوبو له لړۍ وروسته به افغانستان له وېسټ انډیز سره یوه ټېسټ لوبه هم کوي.
افغانستان دا مهال په شل اوریزو لوبو کې د ټولې نړۍ په کچه د بریا تر ټولو لوړ اوسط لري.
خو شنونکي وایي، د افغان لوبډلې د بریا دا کچه ځکه لوړه ده چې ډېری شل اوریزې لوبې یې له کمزورو هېوادونو کړې دي.
نو د وېسټ انډیز په څېر د یوې ځواکمنې لوبډلې پر ضد شل اوریزې لوبې کول به اوس وښیي چې رښتیا هم افغان لوبډله په شل اوریز کرېکټ کې څومره پیاوړې ده.









