کرېکټ نړیوال جام: د هند او پاکستان تر منځ لوبې ته لېوالتیا په ډېریدو ده

د عکس سرچینه، Reuters
د روانې اونۍ پای کې به زرګونه خلک د برتانیا مانچسټر ښار ته د هند او پاکستان تر منځ د سیالۍ لیدو لپاره سفر وکړي. د یکشنبې پر ورځ به د دغې لوبې پر مهال د امنیت ټینګښت لپاره وسله وال پولیس هم وګومارل شي.
دا د کرېکټ لوبو له خورا هیجاني سیالیو یوه بلل کېږي چې د سختو سیالانو تر منځ کېږي او تمه دا ده چې تر یو میلیارد پورې خلک به یې د ټلویزیون له لارې ننداره وکړي.
په لوبغالي کې د دغې لوبې لیدو لپاره ۷۰۰ زره کسانو د ټکټ اخیستو غوښتنه کړې. د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي تاوتریخوالي له کبله د کرېکټ لوبه له لویو نړیوالو لړیو بهر نه کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د مانچسټر هوايي ډګر مسوولین وايي، د لوبې لیدو لپاره لسو ځانګړو الوتکو کې د نړۍ له لر او بره نندارچیان ورځي.
د لنکشایر کرېکټ کلب مالي مسوول وارن هیګ بي بي سي ته وویل:
''دا به ښايي په کرېکټ کې تر ټولو لویه لوبه وي. ''
نوموړی زیاتوي:
''کرېکټ د نړۍ په هغه برخه کې ژوند دی او د دواړو لوبډلو مینه وال سیالۍ ته سخت لېوال دي... حالت به ټکان ورکونکی وي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د لوبغالي تر څنګ د مینه والو لیوالتیا ته په کتو سره په یوه بل میدان (کاتیدرال ګارډنز) کې چې ۳۵۰۰ کسان ځایوي د لویې پردې له لارې دغه لوبه نندارې ته وړاندې کېږي.
د دواړو لوبډلو د برتانیا مېشتو مینه والو شمېر هم ډېر دی چې له کبله یې د ۲۵ زره کسانو ځایونکي زاړه ټرافورډګراونډ لوبغالي ټول ټکټونه وار له مخه سملاسي پلورل شوي دي.
یو مینه وال چې راکېش پټېل نومېږي او د ټکټ موندلو له کبله ځان بختور بولي وايي:
''موږ څلور کاله ددغې سیالۍ لپاره انتظار کاوه او دا په کرېکټ کې تر ټولو ستره سیالي ده. ''

د عکس سرچینه، Reuters
خو ماهرین بیا وايي، د موسم له کبله کېدای شي د دغې سیالۍ خوند پیکه شي. دوی پر یکشنبه په سیمه کې د باران وړاندوینه کړې او راکېش هیله مندي ښيي چې باران و نه شي او دوی وکولای شي، د سیالۍ له لیدو خوند واخلي.
د لوبغالي امنیت ساتونکو تر څنګ په شاوخوا کې د وسله والو پولیسو ګومارلو په تړاو ځايي پولیس افسر ګرایمي اوپینشا وايي:
''په دوستانه او شفاف انداز د امنیت ساتنې لړ کې موږ د لوبې نندارې خوند نه خرابوو، خو هیڅ ډول مجرمانه رویه به و نه زغمو. ''








