کرېکټ نړیوال جام: هند اسټرالیا ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د یکشنبې پر ورځ هند اسټرالیا ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه. هند د لوبې پچه وګټله او په خپلو پنځوسو اورونو کې یې په ۵ وېکټو ۳۵۲ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د اسټرالیا ټوله لوبډله په وروستي اور کې په ۳۱۶ منډو وسوځېده
د هند د بټېنګ پیل عالي و او دواړو اوپنرانو د ۱۲۷ منډو ملګرتیا وکړه. دهون په ۱۰۹ توپونو ۱۱۷ منډې وکړې او ورسره روهېت شرما هم ۵۷ منډې وکړې.
د شرما له سوځېدو وروسته دهون له کپتان کوهلي سره هم د ۹۳ منډو ملګرتیا وکړه. کوهلي په ۷۷ توپونو ۸۲ منډې وکړې او پانډیا هم ۴۸ چټکې منډې جوړې کړې.
د اسټرالیا هېڅ بالر ونه توانېد چې هندي توپ وهونکو ته کوم سرخوږی جوړ کړي او ټولو په اسانۍ سره منډې ورکړې.
د اسټرالیا پیل هم بد نه و او د پیل دوه توپوهونکو یې ښه ملګرتیا وکړه.
ارون فېنچ ۳۶ منډې وکړې او رن اوټ شو. ملګري یې ډیوډ وارنر که څه هم خپله پنځوسیزه بشپړه کړه خو په ۲۵م اور ې په ۵۶ منډو وسوځېد.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورپسې کپتان سمېت په ۶۹ منډو خپله وېکټه وبایلله. عثمان خواجه ۴۲ او مکسوېل ۲۸ منډې وکړې.
کري د اسټرالیا لپاره په ۳۵ توپونو ۵۵ چټکې منډې وکړې او یو مهال داسې ښکارېده چې ښایي اسټرالیا خپل هدف ته ورسېږي.
خو د هند بالرانو په وروستیو اورونو کې سمه توپ اچونه وکړه او د یوې نیمې شپږېز یا څلوریزې پرته د اسټرالیا توپ وهونکو ډېر خرابی ونشو کړای.
کري تر پایه نا سوځېدلی پاتې شو خو نور چا ورسره ملګرتیا وکړه او په پای کې د اسټرالیا ټوله لوبډله د پنځوسم اوور په وروستي توپ په ۳۱۶ منډو وسوځېده.
د هند شېکر دهون د خپلې سلیزې لپاره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې دا لومړی ځل دی چې دوه پیاوړې لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي. هند، اسټرالیا او کوربه انګلنډ هغه درې هېوادونه دي چې د ډېرو شنونکو په باور، د دې سیالیو د ګټلو تر ټولو ډېر چانس لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
اسټرالیا تر دې وړاندې دوه لوبې کړې دي او دواړه یې ګټلې دي. په دې کې د افغانستان پر وړړاندې یې هم په ۷ وېکټو بریا شامله ده.
هند تر دې وړاندې خپله یوازینۍ لوبه له سویلي افریقا نه ګټلې ده.
د نیو زیلنډ لوبډلې د نړیوال جام په روانو سیالیو کې خپلې درې واړه لوبې ګټلې دي او دا مهال د ټورنامنټ د جدول په سر کې لومړی ځای لري.
کوربه هېواد انګلستان درې لوبې کړې دي، دوه یې ګلتې او یوه یې بایللې او په جدول کې دویم ځای لري. درېیم ځای دا مهال د اسټرالی لوبډلې دی.
افغانستان خپلې درې واړه لوبې بایللې دي او د جدول په پای کې دی.










