تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تر غرمې وروسته د هند - افغانستان ټېسټ لوبه
- Author, ایمل پسرلی
- دنده, بنګلور، هند
د افغانستان د لوبډلې له یوه مسؤول سره مې خبرې وکړې ویل یې بالینګ مو ښه نه و ښايي دې لویې موقع پر لوبغاړو اغېز کړی و.
د افغانستان د لوبډلې له یوه مسؤول سره مې خبرې وکړې ویل یې بالینګ مو ښه نه و ښايي دې لویې موقع پر لوبغاړو اغېز کړی و.
خو دغه پلان تر غرمنۍ وروسته د راشد په لومړنۍ اوور کې پلی نه شو.
په راشد بیا هم هندي لوبغاړو ښه بریدونه وکړل. له بل لورې یمین راغی. د هغه په توپ دهون په سلېپ کې نبي کېچ اوټ کړ.
یمین احمدزی لومړنی افغان بالر شو چې په ټېست لوبو کې لوبغاړی سوځوي. نبي لومړنی افغان فیلډر شو چې کېچ نیسي.
ورښت د افغان بالرانو په خیر تمام شو. خورا تېز باران لوبه ودروله.
داسې ورښت و چې یوه شېبه لکه ناوه اسمان بهېده او بله شېبه به ودرېد. تېز بال هم ورسره مل دی. د لوبغالي په سر توره ورېځ خپره ده خو لیرې اسمان ځای ځای شین هم دی.
هند د ۴۶ اوور په لومړي توپ چې لوبه درېده ۲۴۸ منډې کړي او یو لوبغاړی یې سوځېدلی دی.
د لوبې تر پیل وړاندې یوه هندي مینه وال ویل شپږ سوه منډې به کوو. که باران لوبه ډېره ایساره نه کړي هند په همداسې یوه دریځ کې دی.
ویجې ۹۴ منډې کړي، ده په ۱۲۸ توپونو کې ۱۴ څلورېزې او یوه شپږیزه وهلې. دهون یوازې ۹۶ توپونه ولوبول هغه د ۱۹ څلوریزو او درو شپږیزو په مرسته ۱۰۷ منډې وکړې.
له ویجې سره راهول ولاړ دی هغه په ۴۸ توپونو ۳۳ منډې کوي چې څلور څلوریزې هم لري.
په بالېنګ کې یامین ۸ اوورونه وکړل ۲۸ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.
وفادار مومند خپل نهم اوور کاوه چې باران لوبه ودروله. ده ۲۹ منډې ورکړي. خو هندي لوبغاړو پر افغان سپېن یا ورو بالرانو ډېره تېزه لوبه وکوه.
محمد نبي په اتو اوورونو کې ۴۵، راشد په ۱۴ اوورونو کې ۸۹ او مجیب په ۷ اوورونو کې ۴۶ منډې ورکړې. لوبڅارانو د ورښت له امله د چایو دمه اعلان کړه.