افغانستان له بنګله دېش دوهمه لوبه او لړۍ وګتله

افغانستان د درېیو لوبو لړۍ کې دوهمه لوبه هم له بنګله دېش څخه وګټله.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا دوهم ځل دی چې افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا له دایمي غړي د شل اوریزو لوبو لړۍ ګټي.

افغانستان د درېیو لوبو لړۍ کې دوهمه لوبه هم له بنګله دېش څخه وګټله. لوبه بیا هم د هند دېرادون ښار کې وشوه. بنګله دېش پچه وګټله او لومړی یې منډې جوړولو پرېکړه وکړه.

افغانستان توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه، راشد خان څلور لوبغاړي وسوځول، نبي بیا دوه او کریم جنت او شاپور ځدراڼ یو کس وسوځاوه.

مجیب الرحمن که څه هم ویکټه واخیسته، خو په ۴ اورونو کې یې یوازې ۱۵ منډې ورکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی راشد خان شو، ده په ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او د بنګله دېش ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د بنګله دېش لخوا تمیم اقبال تر ټولو ډېرې ۴۳ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري منډې جوړول ورو وو، خو وړوکی هدف یې لامل و.

لوبه بیا هم د هند دېرادون ښار کې وشوه. بنګله دېش پچه وګټله او لومړی یې منډې جوړولو پرېکړه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لوبه بیا هم د هند دېرادون ښار کې وشوه. بنګله دېش پچه وګټله او لومړی یې منډې جوړولو پرېکړه وکړه.

د افغانستان له لوري سمیع الله شینواري تر ټولو ډېرې ۴۹ منډې جوړې کړې، او لوبه یې وګتله.

افغانستان له بنګله ديش څخه دا لړۍ وګټله، که څه هم دریمه لوبه لا پاتې ده، خو افغانستان چې دوه لوبې یې ګتلي د لړۍ ګټونکی دی.

دا دوهم ځل دی چې افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا له دایمي غړي د شل اوریزو لوبو لړۍ ګټي.

له دې مخکې افغانستان له زیمبابوې څخه لوبې او لړۍ ګټلې.

افغانستان په شل اوریزو لوبو کې له ویسټ اینډیز څخه هم لوبې ګټلې دي.

راتلونکې لوبه د جون پر ۷مه ده.