سنرايزرز حيدراباد کرېکټ لوبډلې د جلال اباد پېښې په ياد تورې پټۍ تړلې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند کرېکټ پرېمیرلیګ لوبډلې سنرایزرز حیدراباد د جلال اباد پېښې د قربانیانو یاد او درناوي لپاره نننۍ لوبه کې پر بازو تورې پټۍ تړلې دي.
د شنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې بهسود پله ته نژدې کرېکټ لوبغالي کې پرله پسې درې چاودنې وشوې.
هغو چاودنو کې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل شول او نژدې ۵۰ نور په کې ټپیان شول.
د چاودنې پر وخت د ګل اغا شېرزي لوبغالي کې د رمضان کپ کرېکټ لوبې روانې وې.
نن ای پي اېل کې د سن رایزرز حیدراباد او چېنای سوپر کېنګز تر منځ پایلوبې ته د لارموندنو پړاو لومړۍ لوبه کېږي.
د سن رایزرز لوبغاړو په لاس به د لوبې تر پایه توره پټۍ تړلې وي.
سن رایزرز حیدراباد لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبېږي.
راشد خان له شنبې ورځې لوبې وروسته د جلال اباد پر پېښې خواشیني ښوولې وه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلې ټوېټر پاڼې د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې دا ګام ستایلی او له دوی یې مننه کړې.
پر ټولنیزو رسنیو نورو خلکو هم سن رایزرز پر دې ګام ستایلی دی.











