کرېکټ: افغان ۱۹ کلنو لوبډلې سريلانکا ته په ۳۳ منډو ماتې ورکړه

د ویډیو تشریح، فرید هوتک سریلانکا ته د افغانستان د ماتې په اړه غږېږي

د افغانستان کرېکټ ‍۱۹ کلنو لوبډلې د کرېکټ ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې سريلانکا لوبډلې ته په ۳۳ منډو ماتې ورکړه.

دا په نړیوالو لوبو کې پاکستان ته تر ماتې ورکولو وروسته د افغان لوبغاړو دویمه بریا ده.

د لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ اچونې وکړه.

افغان لوبغاړو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۸۵ منډو هدف ور کړ.

سریلانکايۍ لوبډلې په ۲۵ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ایله ۱۱۴ منډې وکړې چې بیا لوبه د اورښت له امله وځنډېده.

.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، دا په نړیوالو لوبو کې پاکستان ته تر ماتې ورکولو وروسته د افغان لوبغاړو دویمه بریا ده.

کله چې باران ودرېد، نو د D/L میتود له مخې ، د سریلانکا لپاره دافغان لوبډلې نوی هدف په ۳۸ اورونو کې ۲۳۵ منډې وټاکل شو.

سریلانکایۍ لوبډلې په ۳۸م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۳ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.

.

د عکس سرچینه، ACB

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام لوبې د ۱۶ هېوادونو په ګډون په نیوزیلینډ کې پیل شوي دي.

افغانستان په ډي ګروپ کې له پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ لوبډلو سره لوبې لرلې چې خپلې لومړنۍ دوه لوبې یې وګټلې او راتلونکې لوبه یې له ایرلینډ لوبډلې سره ده.

افغانستان لوبډلې د پاکستان او سریلانکا په ماتولو سره نېغ په نېغه د نړیوال جام دویم پړاو سیالیو ته لار ومونده.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای