کرېکټ: افغان ۱۹ کلنو لوبډلې سريلانکا ته په ۳۳ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ‍۱۹ کلنو لوبډلې د کرېکټ ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې سريلانکا لوبډلې ته په ۳۳ منډو ماتې ورکړه.

دا په نړیوالو لوبو کې پاکستان ته تر ماتې ورکولو وروسته د افغان لوبغاړو دویمه بریا ده.

د لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ اچونې وکړه.

افغان لوبغاړو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۸۵ منډو هدف ور کړ.

سریلانکايۍ لوبډلې په ۲۵ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ایله ۱۱۴ منډې وکړې چې بیا لوبه د اورښت له امله وځنډېده.

کله چې باران ودرېد، نو د D/L میتود له مخې ، د سریلانکا لپاره دافغان لوبډلې نوی هدف په ۳۸ اورونو کې ۲۳۵ منډې وټاکل شو.

سریلانکایۍ لوبډلې په ۳۸م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۳ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام لوبې د ۱۶ هېوادونو په ګډون په نیوزیلینډ کې پیل شوي دي.

افغانستان په ډي ګروپ کې له پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ لوبډلو سره لوبې لرلې چې خپلې لومړنۍ دوه لوبې یې وګټلې او راتلونکې لوبه یې له ایرلینډ لوبډلې سره ده.

افغانستان لوبډلې د پاکستان او سریلانکا په ماتولو سره نېغ په نېغه د نړیوال جام دویم پړاو سیالیو ته لار ومونده.