څلرویشتو ګړیو کې د پاکستان درې ماتې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
تېرې څلرویشت ګړۍ د پاکستان د کرېکټ چارواکو او مینوالو لپاره ښې نه وې، دغه هېواد له هند، نوي زیلنډ او افغانستان درې ماتې وخوړې.
پاکستان له نیوي زیلنډ سره یو ورځنۍ پنځه لوبې لري.
دوه لوبې یې بایلې وې، نننۍ لوبه ډېره ورته مهمه وه.
نوي زیلنډ په ۵۰ اورونو کې پاکستان ته ۲۵۷ منډې هدف وټاکه.
کله چې پاکستان توپ پیل کړ، ور سره یې د لوبډلې شړېدل هم پیل شول.
نږدې پنځلسو منډو کې یې نیمه لوبډله له ډګر ووتله.
که څه هم وروستیو کې د پاکستان لوبډلې پښه ټینګه کړه، خو یواځې ۷۴ منډې یې جوړې کړې.
د لړۍ ګټونکی

د عکس سرچینه، FB
ښايي دا لوبه د پاکستان لپاره په دې ډېره ناوړه وبلل شي، چې د لوبو لړۍ د نوي زیلنډ په نوم شوه، ځکه درې واړه لوبې یې ګټلې دي.
همدا ماتې ممکن د پاکستان د لوبغاړو پر مورال هم بد اغېز ولري او پاتې دوه لوبې ونه ګټي.
که یې وګټي، بیا هم د کرېکټ نړۍ کې مهم بری نه بلل کېږي، هسې هم سیالې لوبډلې لړۍ وګټله.
د دې ایښوونکي خبر څو ګړۍ وتلې نه وې چې د افغان کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په نوي زیلنډ کې خپله لومړنۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ور کړه.
د لوبې پچه پاکستان وګټله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې افغانستان ته په ۴۸ اور کې ۱۸۹ هدف وټاکه.
افغان لوبډلې د پنځو ویکټو بایللو سره په ۴۷ اور کې د ۱۹۴ منډو په جوړولو سره دا هدف ترلاسه کړ.
له دوو سیالانو ماتې خوړل

د عکس سرچینه، ICC
د ۱۹ کلنو ځوانانو د کریکټ نړیوال جام سیالۍ په نیوزیلېنډ کې د شنبې په ورځ پیل شوې او په پرانیستونکې ورځ یې ماته د پاکستانۍ لوبډلې پر راتلونکو لوبو هم ناوړه اغېز کولی شي.
په دغه جام کې چې د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو لوبډلې برخه لري.
افغانستان راتلونکې لوبې له سریلانکا او ایرلنډ سره لري.
افغان لوبډلې ته یواځې د یوې لوبې ګټل پکار دي چې دویم پړاو ته ووځي، خو د پاکستان لوبډلې ته- چې اوله لوبه یې بایللې- پکار ده دوه نورې لوبې وګټي.
پاکستان ته د افغانستان له ماتې ور کولو مخکې د ړندو کرېکټ نړیوال جام کې هند هم له پاکستان لوبه وګټله.
پاکستان په ۴۰ اورونو کې د اتو ویکټو په بایللو سره هند ته ۲۸۲ منډې هدف وټاکه، خو سیالې لوبډلې د دریو ویکټو په بایللو سره په ۳۴ اور کې پاکستان مات کړ.
افغانستان او هند خپلو کې سره نږدې دي او پاکستان د وسلوالو په ملاتړ تورنوي، ځکه یې لوبې هم له سیاست سره غوټه کېږي.
کرېکټ کې پاکستان ته د افغانستان او هند ماتې ور کولو ته خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګون ښودل شوی دی.
سیال ته په مخ څپېړه ور کول

د عکس سرچینه، AFP
د (Sanjog B Jagtap)په نوم یوه فیسبوک کارن لیکلي: تجربه کار او تازه کار دواړو خپل سیال په څپړه وواهه.
له نوي زیلنډ د پاکستان ماتې هم د ډېری فیسبوک کارنو غبرګون پارولی دی او نیوکې یې په دې دي چې ولې درې پرلپسې ماتې خوري.
د ندیم مهدي په نوم فیسبوک کارن لیکلي: نوي زیلنډ داسې لوبډلې ته ماتې ور کړه چې بری نه غواړي... لویه رسوايي ده.
په مقابل کې د پاکستان د کرېکټ مینوالو له خپلې ډلې سره خواخوږي هم ښودلې ده.
ډار جنید د پاکستان د ماتې خبر ته په تبصره کې لیکي: موږ لا هم له کرېکټ سره او لا هم له پاکستان سره مینه لرو








