کرېکټ لوبغاړو! په لامبلو تر دوو دقیقو ډېر وخت مه تېروئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د سویلي افریقا په کیپ ټاون ښار کې د هندستان کرېکټ له ملي لوبډلې غوښتل شوي چې تر دوو دقیقو ډېر وخت پر ځان مینځلو تېر نه کړي.
د روانې جنورۍ له لومړې نېټې راهیسې په دې ښار کې د اوبو د کمښت سخته وېره ده.
د هند ملي لوبډله دې هېواد ته د یوې ازمیښتي لوبي لپاره ورغلي چې نن (شنبه، جنوري ۶مه) به پیلېږي.
انډین اېکسپرېس وايي، د جمعې په ورځ کیپ ټاون ښار کې د هوا درجه ۲۷ سانتيګراده وه، چارواکو د اوبو له رسوونکو غوښتي چې له اوبو کاروونکو د کمو اوبو مصرفولو غوښتنه وکړي.
ورځپاڼه وايي، کیپ ټاون ته تر ډېره د هند له هغو سیمو کرېکټ لوبغاړي ورغلي، چې پخپلو سیمو کې هم د اوبو له کمښت سره مخامخ دي، نو دوی پوهېږي چې څرنګه له کمو اوبو ډېره ګټه واخلي، خو هومره هم نه وه چې په "دوو دقیقو کې ځان ومینځلی شي".

د عکس سرچینه، AFP
د کیپ ټاون اوسېدونکي اوس له یوې میاشتې راهیسې د اوبو له کمښت سره مخامخ دي، چې هرې کورنۍ ته شاوخوا ۱۰۵۰۰ لېتره اوبه ورکول کېږي او هر وګړي ته د ورځې نژدې ۸۷ لېتره اوبه رسېږي.
ښاروالې پاټریشیا دي لیلي د "صفر ورځې" په نوم وینا کې وویل، تر اپرېل میاشتې به هلته د اوبو ډېره کمي وي.
په کیپ ټاون له کابو درو کلونو راهیسې وچکالي ده.

د عکس سرچینه، AFP








