وراټ کوهلي د خورا چټکو منډو ریکارډ جوړ کړ

په لږو پاڼیو یا اننګونو کې د ۸۰۰۰ منډو جوړولو ریکارډ هم له کوهلي سره دی.

د عکس سرچینه، REUTERS/Danish Siddiqui

د عکس تشریح، په لږو پاڼیو یا اننګونو کې د ۸۰۰۰ منډو جوړولو ریکارډ هم له کوهلي سره دی.

هند په دریمه یوه ورځنۍ لوبه کې د یکشنبې په ورځ نوي زېلنډ ته په شپږو منډو ماته ور کړه او د دې لړۍ د دوو سیالیو په ګټلو سره یې دا لړۍ خپله کړه.

په کانپور کې د دې سیالیو په دریمه ورځ د کوربه لوبډلې مشر وارټ کوهلي او روهت شرما د سلیزو په جوړولو سره ۳۳۷ منډې جوړې کړې، خو مېلمه لوبډلې د اوو ویکټو په بایللو سره ۳۳۱ منډې وکړې.

له دې مخکې هم کوهلي او شرما ۲۰۰ منډې په ګډه وکړې، په دې سیالیو کې کوهلي په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د سلیزو شمېر ۳۲ ته ورساوه.

هغه په یو ورځني نړیوال کرېکټ کې هم د ډېرو سلیزو کولو سره د نامتو لوبغاړو په نوملړ کې دویم ځای لري.

په دې نوملړ کې سچن تندولکر ۴۹ سلیزو سره لومړی ځای لري.

له کوهلي سره بل لوبغاړي روهت شرما هم یوه ورځنیو سیالیو کې د خپلو سلیزو شمېر ۱۵ ته ورساوه او د ۱۴۷ منډو په جوړولو سره وسوځېد.

تر ټولو چټکې ۹۰۰۰ منډې

ر

د عکس سرچینه، AFP

د هند د ملي لوبډلې مشر کوهلي په دې سیالۍ کې د نهه زره منډو جوړولو سره نړیوال ریکارډ ټینګ کړ.

نوموړي په خپله ۲۰۲ سیالۍ او ۱۹۴ پاڼۍ یا اننګ کې دا نوم خپل کړ.

له دې مخکې دا ریکارډ د سوېلي اسیا له توپ وهونکي اې بي ډي ویلیرز سره و چې ۲۰۵ پاڼیو کې په لوبېدلو سره یې ۹۰۰۰ منډې جوړې کړې وې.