کرېکټ: کوپر په کارابین سیالیو کې خپله لوبډله اتله کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بيبيسي/ کابل
د کارابین سیالیو پایلوبه د افغانستان په وخت نن شاوخوا لس بجې پای ته ورسېده.
پایلوبې ته پټریوتس، چې افغان لوبغاړی محمد نبي هم پکې لوبیږي او د ټي رایډرز لوبډلې وتلې وې.
لوبه پټریوتس لوبډلې پیل کړه، خو د سر لوبغاړو کریس ګیل، محمد حفیظ او لیویس چې د ډېرو منډ جوړولو تمه ترې کېده ژر ژر خپلې ویکټې له لاس ورکړې.
نورو لوبغاړو هم د کار لوبه ونه کړه. افغان لوبغاړی په وروستیو کې ډګر ته راکوز شو.
محمد نبي عیسی خیل په پنځو توپونو اتلس منډې وکړې او نا سوځېدلی پاتې شو، چې د ډېرو مینه والو تنده یې ماته کړه او لوبډلمشر هم ښايي ویلي وي چې کاش یې دغه افغان لوبغاړی مخکې ډګر ته کوز کړای وای.
د پټریوتس لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړ په سوځېدو سره ۱۳۵ منډې وکړې چې ډېرې زیاتې نه وې.
د ټي رایډرز لوبډلې پیل هم ښه نه وو، ژر ژر یې خپل لوبغاړي وسوځېدل. ددې لوبډلې ۷ لوبغاړي هغه مهال سوځېدلي وو چې ۹۰ منډې یې لرلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو کله چې کیوېن کوپر ډګر ته راښکته شو د پرله پسې شپږیزو او څلوریزو په وهلو سره یې د لوبې رنګ بدل کړ.
کیوېن کوپر په ۱۴ توپونو ۲۹ منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د پټریوتس لوبډلې توپ اچوونکي په نننۍ لوبه کې تر ډېره بریالي نه وو. یوازې شل اضافي منډې یې ورکړې.
محمد نبي هم نن ښه توپ اچونه ونه کړه او په یوه اور کې یې ۱۹ منډې ورکړې چې ښايي په دغو سیالیو کې د ده تر ټولو ډېرې منډې وې.
د ټي رایډرز لوبډلې د کارابین کرېکټ ۲۰۱۷ کال سیالیو اتلولي خپله کړه.
دویم ځای هم د پټریوټس لوبډلې ترلاسه کړ.
په کارابین سیالیو کې دوو افغان لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او راشد خان ارمان په لومړي ځل برخه اخیستې وه، چې د خپلو ښو لوبو په ترسره کولو سره یې د کریکټ د ډېرو مینه والو پام ځان ته واړاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images








