افغان کرېکټ بورډ پر میلیون لیګ لګېدلی بندیز لرې کړ

دوست محمد نظري

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، چارواکي وايي، هدف د کرېکټ لوبې وده ده
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې پر میلیون جام سیالیو د لګېدلي يو کلن بندیز د لېرې کولو اعلان وکړ.

د کرېکټ بورډ سلاکار دوست محمد نظري په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دا مهال خصوصي سکتور د کرېکټ د ودې او پرمختګ لپاره خپل ځانګړی ارزښت لري.

د نوموړي په خبره دوی په دې برخه کې د میلیون خصوصي لیګ ته يو ځل بیا د سیالیو د ترسره کولو اجازه ورکوي. هغه وايي:

'' د افغانستان کرېکټ بورډ له هدفونو یو دا دی، چې له مختلفو لارو وکولای شو، کرېکټ ته وده ورکړو، د دې تر څنګ د افغان لوبغاړو لپاره مالي ملاتړ خورا مهمه موضوع ده، چې دې سره لوبغاړو ته له کرېکټ نه د یوه څه مالي ملاتړ تر لاسه کولو لپاره زمېنه برابریږي. ''

د میلیون جام کرېکټ خصوصي لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې وې او درې پړاوه سیالۍ یې هم تر سره کړې. د مسوولینو په وینا ټاکل شوې د دغو سیالیو څلورم پړاو به راتلونکي پسرلي کې تر سره شي.