د هند کریکټ بورډ مشر ته د دندې پرېښودو حکم شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند سترې محکمې د هغه هېواد د کریکټ بورډ مشر ته حکم کړی چې د سمونونو د راتګ لپاره دې استعفا وکړي.
محکمې وویل په هند کې د کریکټ د کنټرول د بورډ مشر انوراګ تهاکور بايد دنده پرېږدي.
د هند د کریکټ د کنټرول بورډ سکرتر اجې شېرک ته هم د استعفا کولو حکم شوی.
په کریکټ بورډ کې د بدلونونو پروسه د ۲۰۱۳ آی پي اېل لوبو راپدېخوا د سپاټ فکسېنګ له تورونو وروسته راپيل شوې.
کریکټ په هند کې تر ټولو ډېره مشهوره او ټولخوښه لوبه ده.

د عکس سرچینه، Hindustan Time/Getty Images
محکمې ځینې څارونکي ګومارلي چې د کریکټ بورډ د نوي مشر او مرستیال تر ټاکل کېدا دې د کریکټ اداري چارې مخته بوځي.
د هند کریکټ بورډ پر مشر او مرستیال هغه مهال د ناغېړۍ او ناسمو کړنو تورونه ولګول شول، چې په ۲۰۱۳ کال یې د آی پي اېل لوبو پرمهال دوسیه تر محکمې ورسېده.








