د یوګندا فوټبال لوبغاړو لېږدوونکې بېړۍ ډوبه شوې

د عکس سرچینه، AFP
د یوګندا پولیس وايي، ددغه هېواد د فوټبال لوبغاړو او د هغوی د مینه والو یوه لېږدوونکې بېړۍ ډوبه شوې چې نهه کسان پکې وژل شوي. بېړۍ کې تر ۴۰ ډېر کسان سپاره وو.
په یوګندا کې چارواکي وايي، د دغه هېواد د فوټبال لوبغاړو او د هغوی د مینه والو یوه بېړۍ ډوبه شوې ده، چې نهه کسان پکې وژل شوي. بېړۍ کې تر ۴۰ ډېر کسان سپاره وو.
پېښه د دوشنبې په ورځ (ډسمبر ۲۶مه) د یوګندا لوېدیځ البرټ بحیره کې شوې ده.
پولیس وايي، بېړۍ تر ۴۰ د کمې سپرلۍ لپاره جوړه وه، خو ۴۵ کسان پکې سپاره وو؛ چې ظاهراً ښکاري د بېړۍ انډول خراب شوی او ډوبه شوې ده.
رپوټونه وايي، مرستاندویه ډلو له اوبو نه د ډوبې شوې بېړۍ د سپرلۍ د نهو کسانو مړي رایستلي. چارواکي ويي، ۲۱ کسان ژوندي پاتې دي.
د لټون عملیاتو کې کب نیوونکي هم مرسته کوي.
د فرانسې خبري اژانس د یوه سیمه ییز پولیس چارواکي له خولې وايي، د بېړۍ ډېری سپاره "مست" وو.
هر کال د یوګندا البرټ بحیره او د افریقا په نورو سیمو کې ورته پېښې رامنځ ته کېږي.
د ۲۰۱۶ کال نومبر میاشت کې په دې اوبو کې یوې ورته پېښې د ۱۰ کسانو ژوند واخیست.








