د یوګانډا چارواکي وايي د ایریتریا د فوټبال یوه ملي لوبډله دغلته ورکه شوې ده.
په یوګانډا کې د فوټبال د فیدراسیون مشر ویلي ۱۴ لوبغاړي او د لوبډلې نور چارواکي له یکشنبې راهیسې نه دي لیدل شوي.
دغو لوبغاړو د فوټبال په سیمه ییزو سیالیو کې برخه اخیسته.
د ایریتریا د مخالفینو ویپاڼې ویلي د فوټبال لوبغاړو په یوکانډا کې سیاسي پناه اخیستې خو خبره تراوسه نه ده تایید شوې.
په وروستیو کلونو کې د ایریتریا د فوټبال لوبغاړو څو څلې په نورو هیوادونو کې پناهوې اخیستې دي.












