شافیکوینس لوبډلې الوتکې نسکورېدل: قربانیان، ژوندي وتلي او پاتې لوبغاړي

د عکس سرچینه، AFP
په کولمبیا کې د دوشنبې ورځې د الوتکې نسکورېدو وروسته چې د برازیل فوټبال ډېر لوبغاړي پکې ووژل شول، د شافیکوینس لوبډله وپاشل شوه.
د الوتکې غورځېدو په پېښه کې د ۷۷ سپرو کسانو له ډلې یوازې ۶ کسان ژوندي پاتې شول. دغه لوبډله د کولمبیا په مېډېلین کې د خپلې یوې تاریخي لویې لوبې ترسره کولو لپاره روانه وه.
د شافیکوینس ۱۹ لوبغاړي د روزونکو په ګډون مړه شول او په ژوندي پاتې کسانو کې درې لوبغاړي دي.
تلفات
مارکوس ډانلو پادیلها، ۳۱ کلن، ګول ساتونکی

د عکس سرچینه، AFP
سلېبر سانتانا لویریرو، ۳۵ کلن، منځنی لوبغاړی (مېډفیلډر)

د عکس سرچینه، AP
برونو رانګل، ۳۴ کلن، بریدګر لوبغاړی (سټرایکر)

د عکس سرچینه، AFP
تیاګونیهو، ۲۲ کلن، بریدګر لوبغاړی (سټرایکر)

د عکس سرچینه، AFP
لوکاس ګومز دې سیلوا، ۲۶ کلن، بریدګر لوبغاړی (سټرایکر)

د عکس سرچینه، Reuters
فلیپ جوز مچادو، ۳۲ کلن، مدافع (ډېفنډر)

د عکس سرچینه، Chapecoense
اېورټن کمپس دوس سانټوس ګونکالوز، ۳۴ کلن، بریدګر لوبغاړی (سټرایکر)

د عکس سرچینه، AFP
انانیاس اېلیو مونتیرو، ۲۷ کلن، بریدګر لوبغاړی (سټرایکر)

د عکس سرچینه، Reuters
ویلیام تیېګو دې جېسس، ۳۰ کلن، مدافع لوبغاړی

د عکس سرچینه، Reuters
جوسیمار روسادو دې سیلوا تاوارېس، ۳۰ کلن، مدافع منځنی لوبغاړی (ډېفنسف مېډفیلډر)

د عکس سرچینه، Reuters
ډېنر اسونکاوو براز، ۲۵ کلن، لفټ - بک

د عکس سرچینه، AFP
ګیلیرمی ګېمنز دې سوزا، ۲۱ کلن، رایټ - بک

د عکس سرچینه، AFP
سرجو مانویل باربوسا سانتوس، ۲۷ کلن، منځنی مدافع لوبغاړی (ډېفنسیف مېډفیلډر)

د عکس سرچینه، AFP
ماتیوس بیتنکورت دې سېلوا (ماتیوس بایتیکو)، ۲۱ کلن، مدافع منځنی لوبغاړی (ډېفنسیف مېډفیلډر)

د عکس سرچینه، AP
جوز ګلدېکسون کلېمنټې دې پایوا (ګېل)، ۲۹ کلن، مدافع منځنی لوبغاړی (ډېفنسیف مېډفیلډر)

د عکس سرچینه، Reuters
اېلټن سېسار جونیور الفس دې سېلوا (اېلټن کانېلا)، ۲۲ کلن، بریدګر لوبغاړی

د عکس سرچینه، Chapecoense
ارتور برازیلیانو مایا، ۲۴ کلن، منځنی لوبغاړی (مېډفیلډر)

د عکس سرچینه، Chapecoense
مارسیلو اګوستو ماتیاس دې سېلوا، ۲۵ کلن، مدافع

د عکس سرچینه، Chapecoense
ماتیوس لوسینا دوز سانتوس (ماتېنوس کارامېلو)، ۲۲ کلن، لفټ بک

د عکس سرچینه، Chapecoense
ژوندي وتلي لوبغاړي
له دې هوایي پېښې د درېیو لوبغاړو په ګډون شپږ کسان ژوندي وتلي دي.
جاکسن رګنار فولمان، ۲۴ کلن، ګول کیپر

د عکس سرچینه، AP
آلن لوسیانو روسچل، ۲۷ کلن، لفټ - بک

د عکس سرچینه، Getty Images
هیلیو هرمیتو زامپیر نیتو، ۳۱ کلن، مدافع

د عکس سرچینه، AFP
هغه لوبغاړی چې په دې سفر کې نه وو

د عکس سرچینه، DC Esportes
د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د لوبډلې پاتې نهه غړي په دغه چارټر شوې الوتکه کې له نورو لوبغاړو سره ملګري نه
په دوی کې الخاندرو مارتینوسیو، نېنم، دېمرسن، مارسیلو بوییک، اندري، هایرون، نيوالدو، مویسز او رافېل لیمه و.
ګول کیپر مارسیلو بوییک ځکه له نورو لوبغاړو سره ملګری نه و چې د زوکړې ورځ یې وه.
د لوبغاړو استازي پرتګالي ورځپاڼې ته ویلي چې نوموړي په خپل کور کې د خپلې زوکړې ۳۲ مه کلیزه لمانځله.
الخاندرو مارتینوسیو په پام کې وه چې له تلونکو لوبغاړو سره وي، خو د ټپونو له امله کور کې پاتې شو. هغه پر خپل ټویټر ولیکل چې "زما د لوبډلې ملګرو لپاره دعاوې وکړئ."
پخوانی ګول کیپر نیوالدو نه و غوره شوی، نو هغه ښایي د برازیل لیګ فصل کې د اتلتیکو مینېرو پروړاندې د خپلې ۳۰۰مې لوبې لپاره چمتووالی نیوه.
تر پېښې وروسته دغه ۴۲ کلن لوبغاړي وویل؛ ده غوښتل سملاسي له لوبې سره خدای پاماني وکړي، خو اوس غواړي چې د خپلو فقیدو همکارانو په ویاړ په وروستي لوبه کې ولوبېږي.
هغه وویل: "زما د لوبډلې ملګرو ښایي غوښتل چې زه دغه لوبه وکړم". "زه نه پوهېږم چې څنګه به له خلکو ډک سټډیوم کې ودرېږم چې د مړو شویو لوبغاړو نومونه یادوي. زه فکر کوم، موږ به هڅه وکړو. خو دا به ډېره سخته وي."
د شافینکوینس لوبډلې د منېجر لویز کارلوس سارولی زوی ماتیوس سارولي الوتکې ته ختلی و، خو دا چې خپل پاسپورت یې هېر کړی و، بېرته برازیل کې پاتې شو.








