اظهر محمود د پاکستان کرکټ لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان کرکټ بورډ پخوانی ال راونډر (بالر او بیټسمېن) اظهر محمود د دوو کلونو لپاره د پاکستان د بالنګ روزونکی ټاکلی دی.
ښاغلی محمود د متحده عربي اماراتو شارجې ته رسېدلی او له لوبډلې سره یوځای شوی دی. د هغه لومړنی مسوولیت به له اسټرالیا او نیوزیلېنډ نه لیدنه وي.
اظهر محمود د لومړي ځل لپاره د اسیا کپ او نړیوالو شل اورېزو لوبو کې د پاکستان د توپ اچونې (بالنګ) روزونکی و او هغه د انګلېنډ سفر په یو لړ لوبو کې دا مسوولیت ترسره کړی و.
۴۱ کلن اظهر محمود په ۲۱ ټسټ (څو ورځنیو) لوبو او ۱۴۳ یو ورځینو لوبو کې د پاکستان لوبډله کې لوبېدلی دی.
له نړیوالو لوبو تر تقاعد وروسته نوموړی د خپل هېواد سیمه ییزو سیالیو او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د شل اوریزو سیالیو ټورنمنټونو کې لوبېږي.
نوموړي سږکال په فبروي میاشت کې د پاکستان په سوپر لیګ کې د اسلام اباد یونایټډ لوبډلې ته لوبه کوله.
اظهر محمود ته د شل اوریزو سیالیو متخصص ویل کېږي. هغه تراوسه په مجموعي ډول په ۲۳۰ شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی خو ترټولو په زړه پورې دا ده چې هغه ته هېڅکله د کرکـټ په شل اووريزو نړيوالو سياليو کې د پاکستان لخوا د لوبيدو چانس ورنکړل شو.








