کرېکټ: پاکستان له ویسټ انډیز نه ټیسټ لوبه په ۱۳۳ منډو وګټله

پاکستان کرېکټ

د عکس سرچینه، TOM DULAT/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، یاسر شاه دغه لړۍ کې ټولټال ۱۰ وېکټې تر لاسه کړې

پاکستاني کرېکټ لوبغاړي یاسر شاه، ابوظهبي کې د خپل هېواد له لوري ویسټ انډیز لوبډلې سره ټیسټ سیالي کې ۱۰ ویکټې تر لاسه کړې او د نوموړي همدا پیاوړې لوبه د پاکستان کرېکټ لوبډلې د بریا لامل شوه.

پاکستان دغه لوبه په ۱۳۳ منډو وګټله.

دې سره د دریو لوبو دغه لړۍ کې پاکستان د صفر مقابل کې دوې لوبې وګټلې او لړۍ کې یې د ماتې احتمال پای ته ورسېد.

له دې مخکې پاکستان دبۍ کې یوه سیالي ۵۶ منډو سره ګټلې وه. د دغې لړۍ وروستۍ لوبه به د اکتوبر په ۳۰ نېټه شارجه کې وشي.

پاکستان کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوسني کپتان مصباح الحق په دغه لوبه کې د عمران خان هغه ریکارډ برابر کړ، چې د اته څلوېښت لوبو کپتاني یې کړې وه

د لوبې په وروستۍ ورځ ویسټ انډیز د ګټلو لپاره ۲۸۵ منډو ته اړتیا درلوده او پاکستان لوبډله د ۶ ویکټو تر لاسه کولو په تمه وه.

ویسټ انډیز لوبډلې د تېرې ورځې منډو کې د ۲۰۸ منډو له زیاتولو وروسته ۳۲۲ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

یاسر شاه نن لوبه کې د ۱۲۴ منډو په بدل کې ۶ وېکټې تر لاسه کړې.

په دغه سیالۍ کې نوموړي د ټولټال ۲۱۰ منډو ورکولو بدل کې ۱۰ وېکټې تر لاسه کړې دي.

متحدو عربي اماراتو کې د ویسټ انډیز پر وړاندې دا د پاکستان دویمه بریا ده.

له دې مخکې ۲۰۰۲ کال کې پاکستان د ویسټ انډیز خلاف شارجه کې د ټیسټ لوبو لړۍ د صفر پر وړاندې د دوو لوبو په ګټلو سره بریا تر لاسه کړې وه.

متحدو عربي اماراتو کې پاکستان لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې دوې ټیسټ لوبې بایللې او له هغه پرته یې یوه ټیسټ لوبه هم نه ده بایللې، بلکې اووه لوبې یې ګټلې او درې یې بې پایلې پای ته رسېدلې.

پاکستان کرېکټ

د عکس سرچینه، TOM DULAT/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، یاسر شاه دغه لړۍ کې ټولټال ۱۰ وېکټې تر لاسه کړې

د کپتان په توګه دا د مصباح الحق ۴۸ مه لوبه وه، چې دې سره هغه ریکارډ‌ ته ورسېد، چې پخواني پاکستاني کپتان عمران خان جوړ کړی و.

خو عمران خان په ۱۴ لوبو کې بریا تر لاسه کړې وه او مصباح الحق بیا ۲۴ سیالیو کې خپله لوبډله بریا ته رسوولې.