اېلون مسک د ټویټر نیلي 'تایید نښې' لپاره ۸ ډالره میاشتنی فیس اعلان کړ

د عکس سرچینه، Reuters
د ټویټر نوی خاوند اېلون مسک چې د نړۍ تر ټولو شتمن سړی هم دی، وايي دا خواله رسنۍ له خپلو هغو کارنو د میاشتې ۸ ډالر اخلي چې غواړي پر حساب یې د نوم ترڅنګ د تایید 'نیلي ټېک' یا نښه لګېدلې وي.
ښاغلي مسک چې ټویټر یې په ۴۴ میلیارډ ډالرو پېرلی، ویلي دا کار سپم او جعلي اکونټونو ته د ماتې ورکولو لپاره اړین دی.
دا نیلي تایید نښه چې تاسې ښايي د نړۍ د ګڼو سیاسي مشرانو او نورو مشهورو خلکو پر ټویټر د نوم څنګ لیدلې وي، تر اوسه وړیا ده.
نیوکګر وايي دا ګام ښایي د کره سرچینو تشخیص ګران کړي.
ښاغلي مسک زیاته کړې چې د دغه فیس ورکوونکي کارن به ځوابونو او لټون کې لومړیتوب ولري او خپرېدونکي اعلانات به هم کم په مخه ورځي.
هغه د ټویټر حسابونو د وېریفیکېشن یا تصدیق پر مخکینۍ بڼه په نیوکې سره پر خپل ټویټر لیکلي چې د میاشتې ۸ ډالرو بدل کې دا تایید نښه به خلکو ته ډېر واک ورکړي.
پخوا د ټویټر اکونټ د تصدیق چاره ساده او د یوه انلاین فورمې ډکېدو له لارې شونې وه.
سیاسونو، ژورنالیستانو او نورو مشهورو څېرو، یا ادارو او سازمانونو خپل د ټویټر اکونټ د دې لپاره وېریفای یا تاییداوه چې د دوی په نومونو له نورو جوړو شویو جعلي حسابونو سره یې توپیر وشي.
ټویټر کمپنۍ د دې نیلي نښې سیستم په ۲۰۰۹ کال کې تر هغې وروسته معرفي کړ چې د جعلي حسابونو مخنیوي لپاره د کم کار او هڅو تور پرې ولګېد.
اېلون ماسک ته به چې نړۍ کې د برېښنايي موټرو د تر ټولو ستر شرکت ټېسلا خاوند هم دی، د ټویټر سوداګرۍ بریالي کول یوه عمده ننګونه وي، ځکه دې نوې پېرلۍ کمپنۍ یې کلونه کلونه ګټه نه ده راوړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره اوونۍ د برېښنايي موټرونو د تولید برخه کې د ټېسلا سیال 'جنرل موټرز' شرکت اعلان وکړ چې پر ټویټر خپل اعلانات ځنډوي.
پر دې سربېره د اعلاناتو برخه کې د نړۍ تر ټولو سترې کمپنۍ 'ای پي جي' هم دوشنبه خپلو مشتریانو ته ویلي چې د یوې اوونۍ لپاره د ټویټر اعلانات وځنډوي، ځکه د دې کمپنۍ په وینا د 'باور او خوندیتوب' ډاډمنتیا لپاره د دې خواله رسنۍ د پلانونو په اړه لا ډېر وضاحت ته اړتیا ده.
نړۍ ستر برنډونه او کاروباري نومونه هر کال ای پي جي میلیاردونه ډالر ورکوي چې د دوی د بازار موندنې برخې بودیجه مدیریت کړي.
که له یوې خوا ځینو کمپنیو د ښاغلي مسک تر مشرۍ لاندې پر ټویټر د اعلاناتو په اړه اندېښنه ښولې، نو له بلې خوا ده هم ویلي چې غواړي پر اعلاناتو د دې خواله رسنۍ تکیه کمه کړي.
وړاندې په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو چې ګوندې ټویټر د دې نیلي تایید نښې لپاره د میاشتې ۲۰ ډالرو فیس د اخیستو نیت لري.
تر دغو رپوټونو وروسته ګڼې نیوکې هم رامخ ته شوې وې.
د دغو رپوټونو غبرګون کې د ټویټر ګڼو کارنو د لیکوال 'سټېفن کېنګ' دا پیغام ډېر لاس په لاس کړی چې لیکلي یې دي 'ټویټر باید ما ته پېسې' راکړي.
خو اېلون مسک ښاغلي کېنګ ته ځواب کې لیکلي: "اړتیا وي چې موږ بېلونه په یو ډول تادیه کړو."










