اېلون مسک: د ټویټر محتوا مدیریت پالیسۍ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی

مسک

د عکس سرچینه، Getty Images

میلیاردر اېلون مسک د ټویټر پیرلو لپاره د ۴۴ میلیاردو سودا له بشپړولو وروسته ویلي، د ټویټر محتوا مدیریت پالیسۍ کې د اوس لپاره هیڅ بدلون نه راځي.

نوموړي پر ټویټر یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي: ''چې سپینه رښتیا خبره وکړم، نو د اوس لپاره د ټویټر محتوا پالیسۍ کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی. ''

نوموړي دغه راز ویلي هر هڅه څوک چې د عادي او مشکوکو لاملونو له کبله یې حسابونه تړل شوي وو، ''د ټویټر له زندانه خوشي کېږي. ''

ښاغلي مسک دغه راز ویلي: ''اوس پر ټویټر ټوکې، ټکالې قانوني دي. ''

له دې مخکې نوموړي د ټویټر پیغامونو یا محتوا مدیریت لپاره د یوې نوې شورا رامنځته کولو خبره کړې وه. د ښاغلي مسک په وینا دې شورا کې به په پراخه کچه د بېلا بېلو نظرونو څښتنان یو ځای کېږي.

ښاغلي مسک د ټویټر پیرلو لپاره اوږده موده خبرې وکړې او له هغه وروسته چې د شرکت ملکیت یې تر لاسه کړ، یو شمېر مهمو ټویټر چارواکو له دې ادارې د وتلو خبره وکړه.

اوس د پوښتنو تمرکز د ټویټر راتلونکي په هکله د ښاغلي مسک پر پلانونو ورټول دی.

له دې مخکې ښاغلي مسک د یوه ټوېټ په خپرولو سره وویل: ''مرغۍ خوشې شوې'' ، چې د معاملې په اړه یې ښکاره اشاره ده.

د راپورونو له مخې د ټوېټر اجراييوي مشر پاراګ اګروال په ګډون یو شمېر جګپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړای شوي دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي ښاغلی اګروال او دوه نور لوړ پوړي مشران د پنجشنبې په ورځ په سانفرانسیسکو کې د ټوېټر له مقره بهر وایستل شول.

د دغه تړون بشپړېدل د میاشتو حقوقي لانجې هم پای ته رسوي خو د راتلونکې تګلارې په اړه یې پوښتنې رامنځ ته کړې دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د ټوېټر مالي چارو مشر نېډ سیګال او د شرکت د حقوقي او پالیسۍ چارو مشر ویجایا ګاډ به له ښاغلي اګروال سره یو ځای دنده پرېږدي.

ټوېټر

د عکس سرچینه، Getty Images

په همدې حال کې برټ ټایلر، چې له تېر نومبر راهیسې د ټوېټر مشر په توګه یې دنده ترسره کوله، پر لینکډین لیکلي، نور پر خپله دنده نه دی.

خپله ایلون مسک چې ځان '' د مطلقې بیان ازادۍ'' ملاتړی بولي، وړاندې تر دې د ټوېټر پر مدیریت او سیاستونو نیوکې کړې دي.

هغه دغه راز ویلي دي، هغو کسانو ته به بیا د ټوېټر د کارولو اجازه ورکړي چې حسابونه یې ځنډول شوي دي. چې ښايي د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پکې شامل وي چې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې د کیپیټل هېل بلوا په ترڅ کې یې حساب وتړل شو.

ټوېټر ویلي وو، دا خطر شته چې ښايي ښاغلی ټرمپ زیات تاوتریخوالی را وپاروي. خو ښاغلي مسک دغه بندیز ''احمقانه'' بللی دی.

ټوېټر

د عکس سرچینه، Getty Images

په ټویټر کې د ښاغلي مسک لومړنۍ پانګونې په پیل کې د خلکو پام ځانته اړولی وو. په جنورۍ میاشت کې، هغه د ونډو منظم پېر پیل کړ او د مارچ تر نیمایي یې په شرکت کې 5٪ ونډې راټولې کړې.

وروسته بیا د اپریل په میاشت کې، هغه د ټویټر تر ټولو لوی ونډه اخیستونکي په توګه راڅرګند شو. هغه ویلي پلان لري چې د سپم حسابونه پاک کړي او ټوېټر د بیان ازادۍ ځای په توګه وساتي.

په تېر جولای میاشت کې، هغه ویلي وو نور نه غواړي چې دغه شرکت ترلاسه کړي. خو ټویټر ادارې بیا ویلي وو په قانوني توګه د دغې میلیاردونو معاملې ته ژمن دي.

تر یوې جنجالي او د نه منلو وړ معاملې وروسته خبره تر دې ځایه ورسېده، کله چې په ا پرېل میاشت کې د ټویټر د پېرلو لپاره د اېلون مسک وړاندیز ومنل شو نو خپله خوښي یې نه شوه کابو کولی.

خو هاغه لومړنی شوق او لېوالتیا یې ډېر ژر پیکه شوه. او اېلون مسک کوښښ کاوه چې له تړونه ووځي، خو ټویټر پرېنښود چې داسې وشي. نو دواړه خواوو باید قاضي سره لیدلي وای چې پرېکړه وکړي او دا چې اېلان ماسک تویټر وپېري که نه.