اېلون موسک د ټوېټر پېرلو پرېکړې ته بېرته ګرځېدلی

Elon Musk

د عکس سرچینه، Reuters

د نړۍ تر تولو شتمن سړی اېلن موسک بېرته د ټویټر کمپنۍ پېرلو پرېکړې ته ګرځېدلی دی.

هغه د دې کمپنۍ مشرانو ته په استولي لیک کې ویلي پر پخوانۍ وړاندیز شوې بیې د ټویټر پېرلو ته چمتو دی.

ښاغلي موسک تېر اپرېل کې په ۴۴ میلیارد ډالرو د ټویټر پېرلو وړاندیز کړی و، خو وروسته بېرته له خپلې دې پرېکړې په شا شو.

هغه چې د ټېسلا برېښنايي موټرو کمپنۍ څښتن هم دی، هغه مهال ویلي و چې غواړي دغه پلټفارم له جعلي حسابونو پاک او د بیان ازادۍ په یوه پرانیستي ډګر واړوي.

خو نوموړي څو اوونۍ وروسته بېرته اعلان وکړ چې د ټوېټر د پېرلو له پرېکړې لاس اخلي، ځکه د نوموړي‌ په وینا پر دې خواله رسنۍ د سپم او جعلي اکونټونو شمېر تر هغې ډېر زیات دی،‌ چې دې کمپنۍ ورته ویلي و.

خو ټوېټر د هغه دا تور رد او له هوکړې وتلو له کبله پر هغه عریضه وکړه.

د ټوېټر د مشرانو ادعا دا وه چې ددې کمپنۍ د پېرلو له هوکړې د ښاغلي مسک شا ته کېدو یې د ونډو ارزښت غورځولی دی.

ټاکلې وه محکمه د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۷مه په دې تړاو پرېکړه وکړي.

دې قضیه کې ټویټر تر یوه ځایه برلاسی ښکارېده او اټکل دا و چې محکمه ښايي اېلون مسک له هوکړې وتلو لپاره تر ۱ میلیارد ډالر جریمه کړي.

ښاغلی موسک چې ۲۲۰ میلیارد ډالره پانګه لري، پخپله هم د نړۍ د ګڼو سیاسي مشرانو، ژورنالیستانو، هنروالو او نورو په څېر ټویټر کاروي او تر سل میلیونو ډېرو کسانو فالو کړی دی.

Twitter logo

د عکس سرچینه، Getty Images

اوس د خواله رسنۍ د دغه پلټفارم د پېرلو پرېکړې ته د هغه بېرته ګرځېدو ډېر خلک هیران کړي دي.

ځینې ګومان کوي‌ چې نوموړي به ښايي‌ دا ګام د قضايي پروسې ځنډولو لپاره اخیستی وي.

خو د ټوېټر یوه ویاند منلې چې ښاغلي موسک ورته د اپرېل میاشتې په وړاندیز شوې بیه د دې کمپنۍ د پېرلو ویلي دي.