اېلان مسک د ټېسلا د نږدې ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت ونډې پلورلې

د عکس سرچینه، Reuters
د نړۍ تر ټولو شتمن سړي اېلان مسک د برېښنايي موټرو د ټېسلا شرکت ۷ اعشاریه ۹۲ میلیون ونډې پلورلې چې ارزښت یې شاوخوا ۶ اعشاریه ۸۸ میلیارد ډالره کېږي.
ښاغلي مسک د ټېسلا دا ونډې تېره اوونۍ د دغه شرکت د ونډوالو له کلنۍ ناستې وروسته پلورلې.
هغه ویلي که په ۴۴ میلیارد ډالرو د ټویټر پلورلو ته اړ شي نو دغو پیسو ته اړتیا لري.
د میلیاردر اېلان مسک او ټویټر ترمنځ دمګړۍ حقوقي دعوه روانه ده.
دا لانجه تر هغې وروسته پیل شوې چې ښاغلي مسک تېره میاشت وویل د ټویټر د پلورلو له تړونه شاته شوی دی.
ښاغلي مسک د ټېسلا د ونډو د پلور په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته د یوه ټویټ ځواب کې ومنله چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ونډې یې پلورلې، ځکه که د ټویټر پلورلو ته اړ شي نو دغو پیسو ته به اړتیا ولري.
هغه ویلي "په بېړني ډول د ټېسلا د ونډو د پلور مخنیوی مهم دی."
نوموړي د ټویټر د یوه بل کارن د پوښتنې په ځواب کې چې که د ټویټر خواله رسنۍ پېرلو ته اړ نه شي نو ایا د ټېسلا ونډې به بېرته وپېرې؟ د "هو" ځواب ورکړی.
ټویټر تېره جولای میاشت کې د ښاغلي مسک لخوا د دې خواله رسنۍ له پېرلو د شاته کېدو له اعلان وروسته، محکمې کې عریضه وکړه.
اېلان مسک هغه مهال ویلي چې دې خواله رسنۍ د جعلي حسابونو په اړه مالومات نه دي ورسره شریک کړي.
قاضي وویل چې په دې اړه پرېکړه به د روان کال اکتوبر کې وشي.

د عکس سرچینه، Reuters
ټویټر هیله من دی چې محکمه به ښاغلی مسک اړباسي چې په ۴۴ میلیارډ ډالرو د دې رسنۍ د پلورلو تړون بشپړ کړي.
له دې سره ویل کېږي چې ښاغلي ایلان مسک هم پر ټویټر عریضه کړې خو جزییات یې لا نه دي راوتلي.
ټویټر جولای کې وویل چې د اېلان مسک تر اعلان وروسته یې که څه هم د کارنو ورځنۍ کچه ۲۳۷ میلیونو ته لوړه شوې، خو ۲۷۰ میلیون ډالره تاوان یې کړی دی.









