د نړۍ تر ټولو شتمن کس ټوېټر په ۴۴ میلیارده ډالره اخلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د خواله رسنۍ ټویټر اجرايي بورډ د دې رسنۍ پلورلو پرېکړه کړې ده او د نړۍ تر ټولو شتمن کس، امریکاییي میلیاردر ايلون موسک د ۴۴ میلیاردو ډالرو وړاندیز یې منلی دی.
ښاغلي موسک چې دوه اوونۍ وړاندې یې دا حیرانونکی وړاندیز کړی و، ویلي "ټویټر فوق العاده وړتیا لري" او په خبره یې دی به نوره وده هم ورکړي.
نوموړي دغه راز د ټویټر ځینې محدودیتونو نرمولو تر څنګ د جعلي اکاونټونو له منځه وړلو په ګډون ځینې ژمنې کړې دي.
ټویټر شرکت په لومړي سر کې د ښاغلي موسک وړاندیز رد کړ، خو اوس یې ویلي، له ونډوالو به وغواړي چې له رایې اچونې وروسته دا سودا تایید کړي.
ښاغلی موسک د نړۍ تر ټولو شتمن سړی دی، چې د فوربز مجلې رپوټ له مخې د شتمنۍ کچه یې ۲۷۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي او ډېره برخه یې په ټیسلا الیکترونیکي موټر شرکت کې د نوموړي له ونډو ترلاسه کړې. دی پخپله د دې شرکت او ونډو مدیریت کوي.
ښاغلي موسک د ټویټر پېرلو هوکړې اعلان پر مهال وویل: "د فعالې دیموکراسۍ لپاره د بیان ازادي د بنسټ ډبره ده او ټویټر د ډیجیټل ښارګوټي څلور لارې ده، چې د بشري راتلونکي لپاره مهم مسایل پکې تر بحث لاندې راځي. "
دا سودا داسې مهال کېږي چې د سیاسیونو په ګډون ځینې کسان پر ټویټر د دې خواله رسنۍ پر پاڼو د خپرېدونکې محتوا له کبله فشار ډېروي.
همدا راز د ناسمو معلوماتو خپرېدو له کبله هم پر ټویټر د کیڼ اړخو او ښي اړخو سیاسي ډلو له خوا پراخې نیوکې شوې دي.
ټویټر پروسږ کال د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ حساب پاڼه د "تاوتریخوالي تحریکولو" اندېښنو له کبله وتړله چې ښايي له تر ټولو ځواکمنو کاروونکو یې یو و.
په داسې حال کې چې د ډېرو ښي اړخو په ګډون امریکا کې ځینې کسانو د ټویټر پلورل کېدو هرکلی کړی، اوس ښاغلي ټرمپ له فوکس نیوز خبري شبکې سره مرکه کې ویلي، دی بېرته دې خواله رسنۍ ته د ستنېدو هوډ نه لري.
سپینې ماڼۍ د دې هوکړې په هکله له تبصرې کولو ډډه کړې، خو یوې ویاندې یې جین ساکي په دې هکله خبریالانو ته وویل: دا مهمه نه ده، چې څوک ټویټر چلوي، خو ولسمشر جو بایډن له ډېر پخوا راهیسې د سترو خواله رسنیو شرکتونو د ځواک او اغېز په اړه اندېښمن دی.
د یادونې ده، چې ښاغلی موسک چې پر ټویټر پاڼه اتیا میلیونه فالورز لري، خپله هم په تېر کې د همدې خواله رسنۍ پر پاڼو د ځینې څرګندونو له کبله له ناندریو سره لاس او ګرېوان پاتې شوی.









