له ټویټر سره له معاملې د وتلو په اړه د اېلون مسک خبرداری

د عکس سرچینه، Reuters
اېلون مسک خبرداری ورکړی چې د ټویټر د پېرلو له ۴۴ میلیارده معاملې به لاس په سر شي. نوموړي پر ټویټر شرکت تور لګولی چې کاروونکو په اړه د لانورو مالوماتو ترلاسه کولو غوښتنې یې نقض کړې دي.
ښاغلي مسک څارونکو بنسټونو ته په یوه لیک کې ویلي، دا حق لري چې سپم او غیر واقعي اکونټونه وارزوي.
خو ټویټر د خپلو ارزونو دفاع کړې ده.
اېلون مسک پر دې باور دی چې سپم او جعلي اکونټونه تر هغه ډېر دي چې ټویټر یې په ښکاره رپوټ ورکړی دی.
ټویټر شرکت وايي، دا کچه په سلو کې په ورځنیو کاروونکو کې تر پنځو کمه ده.
د ښاغلي مسک وکیل مایک رینګلر په دې لیک کې لیکلي: "د ټویټر د احتمالي څښتن په توګه ښاغلی مسک په ښکاره په حقه دی چې دې ډېټا ته د لاسرسي غوښتنه وکړي. دی په دې مالوماتو د ټویټر مالکیت خپلولو ته چمتو کېدای شي، که دا کار وشي نو باید د ټویټر د فعالې کارونې له اصلي هستې بشپړ او دقیق درک ولري."
په دې لیک کې دا هم راغلي چې "تر ننه د ټویټر د کړنو پر بنسټ- په تېره د دې شرکت د وروستیو مکتوبونو پر اساس، ښاغلی مسک باوري دی چې دا شرکت په فعال ډول د مقاومت په حال کې دی او دغو مالوماتو ته د ده د لاسرسي حق کم ګڼي".
د ښاغلي مسک او ټویټر ترمنځ اختلاف د ټویټر د راتلونکي مالکیت په اړه شکونه رامنځ ته کړي.
د ټویټر مدیره پلاوي ددغه شرکت انتقال په اپریل میاشت کې تصویب کړ.
د ټېسلا مشر مسک وايي، باوري دی چې د ټویټر د کارنو ۲۰ سلنه کارن به روباټونه وي.









