ټویټر د ۲۵۰۰ تورو د لیکلو نوې ځانګړنه ازمايي

ټویټر

د عکس سرچینه، Getty Images

ټویټر د یوې نوې ځانګړې د آزمایښت اعلان کړی چې پکې کاروونکو ته اجازه ورکوي، تر ۲۵۰۰ توري یا حروف ولیکي.

دغې ټولنیزه رسنۍ تر دې دمه یوازې خپلو کاروونکو ته د ۲۸۰ تورو د لیکلو اجازه ورکوله.

ټویټر ویلي، دا ګام یې وروسته له هغې اخیستی چې اوږدو لیکنو ته د خلکو غوښتنې زیاتې شوې او دا داسې څه و چې دغې خواله رسنۍ یې ظرفیت نه درلود.

دغه ازمایښت کې د کاناډا، ګانا، بریتانیا او امریکا د لیکوالانو یوه کوچنۍ ډله شامله ده چې دوه میاشتې وخت به ونیسي.

د ټویټر موخه له دې نوي رامنځته کېدونکې ځانګړې دا ده چې خپل لوستونکي او اورېدونکي وساتي او لوستونکو ته د دې اجازه ورکړي چې د لینک په کیکاږلو اوږدو لیکنو لوستو ته لاسرسی ومومي.

د دغه شرکت په وینا:" د فعالیت له لومړیو ورځو راهیسې لیکوالانو پر دغه خواله رسنۍ باور کړی، چې خپلې لیکنې او نظرونه شریک کړي او خلک یې ولولي او تبصره پرې وکړي، خو دا تازه پرېکړه به هغه تشه ډکه کړي چې دوی یې نه یې د اوږدو لیکنو د خپرولو فرصت اخیستی و."

د ټویټر په دې نوي بدلون کې به د دغه خواله رسنۍ کاروونکي د اوږدو لیکنو تر څنګ په خپلو لیکنو کې به خپرېدو وروسته سمونه (ایډيټ) هم کولای شي.

د خواله رسنۍ یو کارپوه لورا توګوډ د ټویټر لپاره دغه پرېکړه مهمه بللې او ویلي یې دي، دا کار به خلک وهڅوي چې ټویټر کې فعال پاتې شي او دې ته اړ نه شي هغو خواله رسنیو ته ورشي چې د اوږدو لیکنو د خپرولو لپاره پکې هېڅ ډول محدودیت پکې نشته.

ټویټر

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي توګوډ بي بي سي سره خبرو کې ویلي:

" د دغه اضافي فرصت ورکول په دې مانا دي چې ټویټر اوس داسې حالت ته رسېدلی چې د نړۍ له نورو مشهورو خواله رسنیو سره سیالي وکړي، او نوي لیدونکي او مینه وال پام ځان ته راواړوي."

له دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې د یو شمېر کاروونکو د نظرونو له شریکولو وروسته ټویټر د خپلو ټویټونو ظرفیت له ۱۴۰ حروفو څخه ۲۸۰ ته لوړ کړ.

وروستی اقدام د ټویټر د سوداګرۍ امکاناتو د ارزونې په جریان کې راځي ، ځکه چې د ایلون مسک لخوا د شرکت پلان شوي اخیستل دهغې سمت په اړه پوښتنې راپورته کوي.

ټویټر په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې د ايډیټ پر سهولیت کار کوي. دا اعلان یې له هغه لږ وروسته وکړ چې ښاغلي مسک - چې د ورته ځانګړتیا غوښتنه کړې وه - څرګنده کړه چې هغه په شرکت کې لویه برخه اخیستې ده.

په ټویټر کې نوي پرمختګونه داسې وخت کې کېږي چې د ټیسلا شرکت مشر اېلون مسک د ټویټر له اجرایه پلاوي سره د دغه خواله رسنۍ پر پېرلو هوکړې ته رسېدلي.

پر مسک د دغې رسنۍ پېرلو د کاروونکو تر منځ ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.

له دې وړاندې ښاعلي مسک ویلي و، د دغې خواله رسنۍ ظرفیت ارزونه به کوي.

ټویټر ځکه خپلو کاروونکو ته داوږدو لیکنو د خپرولو اجازه نه ورکوله چې په وینا د خلکو نه خوښېدې او د لوستي لپاره یې وخت نه درلود خو اوس یې پرېکړه کړې چې په دغه خواله رسنۍ کې د لیکلو ظرفیت لوړ کړي.