ټویټر مني چې پر خپله پاڼه پیغامومونو کې د بدلون راوستلو تڼۍ شاملوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د خواله رسنۍ ټویټر مسوولینو تایید کړې، چې په خپله پاڼه کې داسې تڼۍ شاملوي، چې پر مټ یې کاروونکي وکولای شي، خپلو پیغامونو کې له خپرولو وروسته بدلون راولي.
پر ټویټر پاڼه دا بدلون د ټیسلا شرکت مشر ایلن موسک له یوې نظر پوښتنې وروسته راوستل کېږي.
د یادونې ده، چې ښاغلی موسک د ټویټر بورډ نوی غړی هم دی.
له هغه وروسته چې معلومه شوه، ایلن موسک په ټویټر کې د نهه اعشاریه دوه سلنه ونډې لرلو سره تر ټولو لوی شریک دی، نوموړي پر دوشنبه دې لړ کې یوه نظر پوښتنه پیل کړه.
پر سې شنبه بیا اعلان وشو، چې نوموړی د ټویټر په اجرايي بورډ کې شامل شوی دی.
د یادونې ده، چې په دې نظر پوښتنه کې نژدې څلور میلیون کسانو خپل نظر څرګند کړ.
ټویټر مخکې ویلي و، چې د اپریل پر لومړۍ نېټه د ایډیټ تڼۍ پیلوي، خو دا د اپریل لومړۍ معمول ټوکه بلل شوې وه.
پر ټویټر پاڼه د ایډیټ یا سمونې تڼۍ په هکله غوښتنې له مخکې کېدې، خو اوس یې د اجرا کېدو څرنګوالي په هکله اندېښنې شته.
ټویټر مسوولین وايي، راتلونکو میاشتو کې به دا تجربه د ازموینې په ډول وکړي.
د ټویټر شرکت عامه اړیکو څانګې په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې وویل:
''اوس چې هر څوک یې په هکله پوښتنه کوي... هو، موږ له پروسږ کال راهیسې پر ایډیټ تڼۍ کار کوو. ''
په پیغام کې زیاته شوې، ''نه، موږ دا طرح له کومې نظر پوښتنې نه ده ترلاسه کړې. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په پیغام کې زیاته شوې، دوی به راتلونکو میاشتو کې د ټویټر بلیو بڼې په ازموینه کې وګوري چې څه کار کوي او څه یې نه کوي.
د یادونې ده، چې ټویټر بلو د دې خواله رسنۍ هغه بڼه دي، چې یوازې اشتراک لرونکي کارن ورته لاسرسی لري او دوی د نورو کاروونکو پرتله ژر هغو اسانتیاوو ته لاسرسی مومي چې ټویټر یې تجربه کوي.
د ایډیټ تڼۍ پر مټ به ټویټر کاروونکي وکولای شي، د ترلاسه شویو لایکونو، ځوابونو، او یا له نورو سره د شریک شوي پیغام له ضایع کېدو پرته په خپل خپاره شوي پیغام کې ټایپي تېروتنې سمې کړي.










