جک ډورسي: د ټویټر د مرستیال بنسټګر د لومړني پوست بیه ۲ نیم میلیون ډالرو ته ورسېده

جک ډورسي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جک ډورسي دغه پوست به له بولۍ تر وتلو وروسته هم ټویټر کې د عام لاسرسي وړ وي.

د ټویټر مرستیال بنسټګر جک ډورسي پر دې خواله رسنۍ خپل لومړنی پوست خرڅلاو ته وړاندې کړی چې ویل کېږي بولي یې تر اوسه ۲ نیم میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

په دغه پوست کې چې د ۲۰۰۶ کال مارچ کې د ښاغلي ډورسي له اکونټ خپور شوی یوازې دومره لیکل شوي چې "بس خپل ټويټر مې تنظیم کړ."

په پام کې ده چې دغه پوست د یوه نه بدلېدونکي یادښت "این ایف ټي" په ډول وپلورل شي.

این ایف ټي ځانګړی ډیجیټلي سند دی او دا ښيي چې په خواله رسنۍ خپور شوی عکس، ویډیو او نور انلاین توکي د چا مالکیت دی.

د جک ډورسي دغه پوست به له بولۍ تر وتلو وروسته هم ټویټر کې د عام لاسرسي وړ وي.

د دغه پوست پېرونکی به له ښاغلي ډورسي په ډیجیټل ډول لاسلیک او تصدیق شوی سند او دغه راز د اصلي ټویټ اړوند مالومات ترلاسه کړي.

په دغه مالوماتو کې به د پوست لیکلې محتوا او د هغه د خپرېدو د وخت په تړاو مالومات شامل وي.

خو دغه مالومات وار له مخه هم د عامه لاسرسي وړ دي.

د جک ډورسي دغه پوست د ارزښتمنو توکو مرکز کې چې درې میاشتې وړاندې د ټویټونو د خرڅلاو بازار ته پورته شوی، پلور ته وړاندې شوی و.

د ټویټر بنسټګر د ټویټ د یوه پوست پلورل په دودیز ډول د یوه لاسلیک یا بل یادګاري توکي پلور ته ورته بللي دي.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي: "د یوې ډیجیټلي منځپانګې مالکیت مالي پانګونه ګڼل کېدای شي. [ښايي] احساسي ارزښت ولري. پخپله این ایف ټي لکه د بېسبال پر کارت د لاسلیک په څېر د هغه د پنځوونکي لاسلیک دی، چې منځپانګې ته یې ځانګړنه او ارزښت وربښي."

ټویټونه تر دې دمه وروستۍ ډیجیټلي شتمني ده چې د این ایف ټي له لارې په پیسو بدلېدای شي.

این ایف ټي د هر ډول ډیجیټلي توکو د مالکیت د ځانګړي سند د جوړولو لپاره بیټکوین او نورو انلاین پولي واحدونو ته ورته ټکنالوجي کاروي.

ډېر خلک ښايي پر ټویټر د یوه خپاره شوي پوست پېر او پلور ته حیران وي او دا ګټوره راکړه ورکړه ونه ګڼي، خو دغه کار پنځوونکو ته یوازې خپل پېرېدونکي ته د یوه ډیجیټلي توکي د مالکیت د حس په ورکولو سره د عایداتو ښه لار ګرځېدای شي.

که څه هم داسې انګېرنې شته چې د دغه پوست بیه یوازې د دې لپاره دومره لوړه ختلې چې د ټویټر د مشر اړوند دی، خو نور بیا وايي راتلونکې کې ښايي تر دې د لوړې بیې پوستونه رامخ ته شي.

د جک ډورسي د ټویټ پېرلو ته له شویو وړاندیزو ښکاري چې هغه په ډسمبر کې بولۍ ته وړاندې شوی، خو ډېر پام تر هغه وروسته ور واوښت چې نوموړي د جمعې پر ورځ په دې اړه یو ټویټ وکړ.

تر دې وروسته د بولۍ بیه په څو دقیقو کې ۸۸ زره ډالرو ته ورسېده.

د شنبې پر ورځ یې بیه نوره هم پسې وختله، لومړی یو نیم میلیون او د ورځې تر پایه دوو میلیون ډالرو ته ورسېده.

د ارزښتمنو توکو د پلور مرکز وايي له دغو پیسو ۹۵ سلنه اصلي خاوند ته ورکول کېږي او پاتې ۵ سلنه دغه ویبپاڼه اخلي.