ټویټر د خپلو کاروونکو د شخصي مالوماتو د پلور په تور ۱۵۰ میلیون ډالره جریمه شو

Twitter logo on a mobile phone

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت ټویټر په دې تور ۱۵۰ میلیون ډالره جریمه کړی چې ګوندې په غیرقانوني توګه یې د خپلو کارنو یا کاروونکو اړوند مالومات د مشخصو اعلاناتو د پلور لپاره کارولي دي.

دغه هېواد کې د سوداګرۍ فدرالي کمېسیون (اېف ټي سي) او عدلیې وزارت وايي ټویټر په دې توګه له هغې هوکړې سر غړولی چې تنظیموونکو سره یې کړې وه.

ټويټر دې هوکړه کې ژمنه کړې چې د اعلاناتو شرکتونو ته به د تلیفون شمېرو او برېښنالیکونو په څېر د خلکو شخصي مالومات نه ورکوي.

خو امریکا کې فدرالي څېړونکي اوس وايي چې د خواله رسنۍ دې کمپنۍ دا اصول مات کړي دي.

اېف ټي سي د امریکا د حکومت اړوند یو خپلواک اژانس دی چې د انحصار ضد قانون د پليتابه او د پېرېدونکو د خوندیتابه ماموریت پر مخ وړي.

ټویټر د ۲۰۲۰ کال ډېسمبر کې د اروپا د اطلاعاتو د خوندیتابه له اصولو "جي ډي پي ار" هم د سرغړولو له کبله ۴۰۰ زره یورو جریمه شوی و.

ټویټر د خپلو عایداتو ستره برخه پر دغه پلټفارم د اعلاناتو له چلولو لاس ته راوړي.

د امریکا د عدلیې وزارت لخوا د اېف ټي سي په استازولۍ د ثبت شوي شکایت له مخې ټویټر په ۲۰۱۳ کال له کارنو غوښتل چې د خپل حساب یا اکونټ د خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره خپله د تلیفون شمېره یا بریښنالیک وکاروي.

د اېف ټي سي مشرې لینا خان ویلي: "څنګه چې شکایت کې راغلي، ټوټیر له کارنو د امنیت د پیاوړتیا په پلمه اطلاعات ترلاسه کړي، خو دا اطلاعات وروسته بیا کارنو ته د اعلاناتو استولو لپاره هم کارېدلي دي."

د نوموړې په وینا دغه کار "د ټویټر تر ۱۴۰ میلیون ډېر کارن اغېزمن کړي، په داسې حال کې چې د ټویټر د عایداتو اساسي سرچینه یې پیاوړې کړې ده."

د سکیور ټیم په نوم د کمپیوټري امنیت د خوندیتابه د شرکت اجرايي مدیر ایان رینولډز بي بي سي ته ویلي: "ټویټر یو ځل بیا په خپله ګټه او د خپلو عایداتو ډېرېدو لپاره د خلکو د شخصي مالوماتو په کارولو سره، هغه باور تر پښو لاندې کړی چې کارنو پر دغه پلټفارم کړی."

نوموړی زیاتوي "ټويټر خپلو پېرېدونکو ته د دې غلط احساس په ورکولو سره چې ګوندې شخصي اطلاعات ترې د دوی د اکونټونو د خوندیتابه او امنیتي اهدافو لپاره غوښتل کېږي، دا مالومات ترلاسه کړي او بالاخره دا اطلاعات د دوی کارنو ته د اعلاناتو د استولو لپاره کارول شوي دي."

ښاغلی رینولډز وايي دا ښکاروي چې دغه شرکتونه اوس هم د خلکو اړوندو شخصي اطلاعات واک کې لري او د دې ډاډمنېدو ته اوږده لار پر وړاندې پرته ده چې کارن پوه شي چې پر خپلو اړوندو ډیجیټلي مالوماتو پخپله بشپړ کنټرول لري.

ټویټر د دې لپاره چې یوه حساب یا اکونټ تائید او تصدیق کړي، له خلکو غواړي چې د تلیفون شمېره یا د برېښنالیک ادرس ورسره شریک کړي.

Twitter icon

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه مالومات د ټویټر حساب کې د ستونزې پېدا کېدو او د اړتیا پر مهال د رمزټنۍ یا پاسورډ د بدلولو لپاره کارول کېږي.

خو اېف ټي سي اوس وايي دا اطلاعات د ۲۰۱۹ کال تر سپتمبر پورې د سوداګریزو اعلاناو د پیاوړتیا لپاره کارېدل او د اعلان شرکتونو د خلکو دغو امنیتي مالوماتو ته لاسرسی درلود.

له ټویټر پر دې جریمه سربېره غوښتل شوي چې:

•باید د هغو تلیفون شمېرو او ایمیل ادرسونو کارول بند کړي، چې په ناقانونه توګه یې ترلاسه کړي

•کارن د دوی د امنیتي مالوماتو د ناسم کارېدو پر احتمال خبر کړي

•کارنو ته د اېف ټي سي د قانون د تطبیق د ګامونو په اړه وايي

•توضیح کړي چې سوداګریز اعلانات څنګه بندېدای شي

•د حساب د تائید او تصدیق لپاره داسې څو فاکتوره غوراوي وکاروي چې د تېلفون شمېرې ته اړتیا ونه لري

•د خصوصي حریم او امنیت لپاره داسې پرمختللی پروګرام عملي کړي چې اېف ټي سي ته هم ۳۰ ورځو کې د پېښو رپوټ ورکول پکې شامل وي

د امریکا د لویې څارنوالۍ یوې چارواکې وانیتا ګوپتا وايي: "عدلیې وزارت د پېرېدونکو د حساسو اطلاعاتو د پټ پاتې کېدو خوندیتوب ته ژمن دی."

هغې زیاته کړې چې دا ۱۵۰ میلیون ډالر جریمه ښکاروي چې متحد ایالتونه دې برخه کې جدي دي.