اېلون مسک ټوېټر کې پر ډونالډ ټرمپ لګېدلی بندیز ختموي

ایلن ماسک

د عکس سرچینه، Getty Images

اېلون مسک ویلي، که د ټوېټر پېرلو پلان یې بریالی شو، د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لګېدلی بندیز به ختم کړي.

د نړۍ تر ټولو شتمن کس د ټوېټر بورډ یا اجرایوي ادارې سره پر دې سلا شوی چې د ۴۴ میلیارد ډالرو په بیه ټوېټر وپېري خو دا چاره ښايي له دوو تر دریو میاشتو وخت ونیسي چې بشپړه شي.

ښاغلي مسک د ګاډو صنعت راتلونکي سرمشریزه کې غونډې ته خبرو کې ویلي، د امریکا پر پخواني ولسمشر د بندیز په تړاو د ټوېټر پرېکړه "غیر اخلاقي او احمقانه کار وو."

د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې ټوېټر ځکه پر ټرمپ بندیز لګولی وو چې پلویانو یې د کانګرس پر ودانۍ برید کړی وو. ډونالډ ټرمپ پر دې تورن وو چې خپل پلویان تاوتریخوالي ته هڅوي.

د ټېسلا شرکت مشر او د ټوېټر نوی پېرېدونکی وايي"زه به پر ټرمپ لګېدلی دایمي بندیز ختم کړم، زه لا هم د ټوېټر مشر شوی نه یم نو ځکه په دې تړاو هم باوري څه نه شم ویلای"

د اېلون مسک په وینا، بندیزونو ښاغلی ټرمپ خاموش نه شو کړای، او د (ټرو سوشل) په نامه د خپلې خواله رسنۍ د پیلولو پر مټ یې د هغه غږ د ښي اړخو تر منځ لا پیاوړی کړ.

ایلن ماسک

د عکس سرچینه، Getty Images

ډونالډ ټرمپ لا د مخه ویلي و، چې هغه به ټوېټر ته بېرته هیڅکله راستون نه شي، آن که د هغه ټوېټر حساب بیا فعال هم شي.

اېلون مسک وايي، له سپکاوي ډکو پوسټونو له امله د بندو شویو ټوېټر حسابونو په تړاو یې د ټوېټر ګډ بنسټ ایښودونکي جېک ډورسي سره خبرې کړي.

هغه ویلي: "زه او ډورسي په یوه نظر یو، ټوېټر کې دایمي بندیزونه باید خورا کم وي، او یوازې پر هغو پلي شي چې درغلي کوي او یا روبوټیک حسابونه دي."

مسک زیاته کړې، که څوک یو ټوېټ وکړي چې "نړۍ کې ناقانونه او ویجاړوونکی بلل کېږي" باید لنډ مهاله بندیز پرې ولګول شي.

خو د اېلون مسک دغې پرېکړې چې پر ټرمپ لګېدلی بندیز ختموي د ګڼو هغه خلکو تر منځ نیوکې راپارولي چې ټوېټر کې یې پر ډونالډ ټرمپ د لګېدلیو بدیزونو ملاتړ کړی و.