د خواله رسنیو کارول سرتېري له کومو خطرو سره مخ کولی شي؟

فوج

د عکس سرچینه، Getty Images

د خواله رسنیو د کارولو تر ټولو لویه خطره یا ګواښ د مالوماتو غلا ده چې ښايي له یو چا وشي. خو د مالوماتو له غلا سره یوازې سرتيري یا پوځيان نه دي مخ بلکې د خواله رسنیو ټول کاروونکي يې ښکار کېدلی شي.

خو د پوځيانو یا نظامي کسانو لپاره د خواله رسنیو کارول د عادي خلکو پرتله ډېر حساس کار دی. ځکه چې ځينې خواله رسنۍ ستاسې ځای ځایګی مالومولی شي او دا هم چې چېرې ډېر ځئ راځئ.

د دې تر څنګ دا وړ اېپليکېشنونه ستاسې د موبایل پر مایک او کامرې هم واک لرلی او کارولی یې شي چې دا له امنیتي پلوه یوه خطرناکه مسله ده.

د انټرنټي چارو د یوه هندي کارپوه پون دوګل په خبره، 'کله چې يو اېپليکېشن خپل موبایل ته ښکته کوو نو څو ډوله اجازې رانه غواړي. موږ کله -بې له دې چې هغه ښه په غور ولولو- اجازه ورکوو. دا اجازه د خواله رسنۍ هغه شرکت ته د دې حق ورکوي چې زموږ د اوسېدو ځای مالوم کړي او په موبایل کې مو عکسونه هم وګوري. نو د یوه پوځي د موبایل له عکسونو د هغه ځای او د سيمې اړوند نور مالومات تر لاسه کېدلی شي چې دا ښايي د هغه د وطن په ګټه کار نه وي او هېواد يې له خطر سره مخ کړي.'

پر خواله رسنيو پوځیان تېر ایستل کېږي

فوج

د عکس سرچینه، Getty Images

پر خواله رسنیو د یو چا د تېرايستلو یا د بلېک مېل کولو لپاره د 'هني ټرېپ' په نوم یوه اصلاح هم کارېږي.

هني ټرېپ هغه چل دی چی پر خواله رسنۍ له یو چا سره په جعلي یا مستعار نوم اړیکه جوړېږي او ورو ورو د مقابل لوري باور تر لاسه کېږي، ښايي تر منځ يې د عکسونو او وېډيوګانو راکړه ورکړه هم وشي او وروسته دا هر څه د مقابل لوري پر ضد وکارېږي.

د پخواني هندي جنرال پناګ په نظر، پر خواله رسنیو پوځيانو ته هم د 'هني ټرېپ' خطر شته.

دی وايي، 'پر خواله رسنيو جعلي ایکاونټ جوړول او بیا يې پر مټ د هغو پوځيانو تېرایستل-چې له خپلو کورونو لرې دي- اوس یوه عامه خبره ده. موږ له داسې ډېرو خبرونو او قضیو خبرېږو'.

د جنرال پناګ په خبره، که پر پوځيانو بندیز لګېږي چې خواله رسنۍ دې نه کاروي نو دا به اسان کار نه وي.

خو بل پلو د انټرنټي امنیت کارپوه دوګل وايي، په دې برخه کې د کوټلو ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده، 'پوځيان د مالوماتو له غلا او تېر ایستنې، دواړو سره مخ دي. هره اداره باید د دې د مخنيوي لپاره هڅې وکړي. دې کار د پوځيانو اندېښنې زیاتې کړې دي ځکه هغوی له کوره لرې سرحدونه ساتي. نو که داسې حالت کې د هغوی مالومات غلا شي، د هېواد امنیت له خطر سره مخ کېږي'.

هند کې پوځيانو ته ویل شوي، که خواله رسنۍ کاروئ نو استعفا ورکړئ

فوج

د عکس سرچینه، Reuters

د هندي پوځ یوه افسر د نظامي کسانو لپاره د خواله رسنیو پر کارولو بندیز لګولی. څو ورځې مخکې د ډيلي سترې محکمې ته د دغه بندیز پر ضد یو غوښتنلیک وسپارل شو خو محکمې يې وړاندیز رد کړ.

دغه غوښتنلیک د پي کې چودري په نوم یوه هندي پوځي چارواکي سپارلی و. محکمې يې په ځواب کې وویل، 'که فېسبوک دې ډېر خوښېږي نو د استعفا ورکولو اختیار لرې'.

دغه وړاندیز کوونکي په خپل غوښتنلیک کې لیکلي وو، د کورنۍ غړي يې له هېواد بهر ژوند کوي نو که د خواله رسنیو کارول پرېږدي، له هغوی سره به اړیکه ساتل ورته ګران شي، له همدې کبله د پوځي قاعدې او اصولو له پامه غورځولو سره باید هغه ته د خواله رسنیو د کارولو اجازه ورکړل شي.

خو سترې محکمې امر ورته وکړ چې پر فېسبوک دې خپل ایکاونټ یا حساب له منځه یوسي.

د هند د استخباراتي پوځ ادارې د روانې میاشتې په پېل کې یو امر وکړ چې پر بنسټ يې په پوځ کې ۱۳ لکه پوځيانو ته د ۸۹ بېلا بېلو اېپليکېشنونو یا کریالونو نوملړ ورکړل شوی او ورته ویل شوي چې د جولای تر ۱۵ دې هغه اېپس له خپلو موبایلونو ړنګ کړي. په دغه نوملړ کې امريکايي خواله رسنۍ فېسبوک، انسټاګرام او ټروکلر هم دي.

د پوځ په خبره، دا پرېکړه امنیتي مسلو ته په کتو شوې څو ځينې حساس مالومات له افشا کېدو یا خپرېدو وژغورل شي.

تر دې مخکې د هند حکومت د ټېک ټاک او وي چېټ په ګډون پر ۵۹ چينايي اېپليکېشنونو هم بندیز لګولی.

پر پوځیانو داسې بندیزونه نوې خبره نه ده:

موبایل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دوه افغان سرتېر موبایل شبکه لټوي

په هند کې چې د خواله رسنیو کارول دود نه وو نو هغه مهال هم پر نظامي کسانو بېلا بېل بندیزونه وو.

د هندي جنرال پناګ په خبره، 'دا بندیز کومه نوې خبره نه ده. زه چې پنځوس کاله مخکې پوځ ته راغلم نو هغه مهال د کامرې کارول یو خطرناک کار ګڼل کېده. که کامره به درسره وه نو باید ثبت کړې دې وای. د راډيو او غږ لېږدوونکو الو په اړه هم پوځ ډېر احتیاط کاوه. د خواله رسنیو کارول خو د نن مسله ده، نو که خطر يې زیات وي، پرې بندیز لګول یوازېنۍ لار ده'.

نور هېوادونه هم ځينې لارښوونې لري:

فوج

د عکس سرچینه، Getty Images

یوازې هند نه بلکې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پوځيانو ته د خواله رسنيو او د ځيرکو موبایلونو د کارولو په برخه کې ځينې لارښوونې او محدودیتونه ټاکل شوي دي.

په ۲۰۱۹ کې روسيې له دې وېرې -چې پوځيان يې خواله رسنۍ ناسمې ونه کاروي- د ځيرکو موبایلو پر استعمال بندیز ولګاوه.

سرتيري يې د داسې موبایلو له کارولو منع کړل چې کامره ولري او یا هم انټرنټ پکې وکارېدلی شي، یوازې د عادي موبایلونو د کارولو اجازه ورکړل شوه.

امریکا هم د خواله رسنیو د کارولو په برخه کې خپلو پوځيانو ته ګڼې قاعدې او محدودیتونه ټاکلي دي. تر دې ها خوا يې د پوځيانو په دولتي موبایلونو کې پر چينايي اېپ ټېک ټاک هم بندیز لګولی دی.