د ټېک ټاک له برکته مې سلمان خان سره وکتل

- Author, ریاض مسرور
- دنده, بي بي سي اردو - سرینګر
هند کې د خواله رسنۍ ټېک ټاک په ګډون پر ګڼو چينايي اپلیکېشنونو یا کاریالونو بندیز لګول شوی. دې بندیز هغه کشميریان خپه کړي چې پر ټېک ټاک مشهور وو. ثانیه مير له همداسې ستورو یوه ده. نوموړې بي بي سي سره خبرو کې په دې اړه د خپل خپګان کیسه کړې چې اوس ټېک ټاک نشي کارولی
دې په یو شمېر هندي فلمونو او ډرامو کې هم کار کړی دی. ثانیه میر وايي، د ټېک ټاک د نورو هندي مينه والو غوندې دا هم شپه ورځ همدا دعا کوي چې د هند او چین تر منځ جنجالونه پای ته ورسېږي څو پر ټېک ټاک بندیز ختم شي.
د دې لپاره خو د ډېرې حېرانۍ خبره دا ده چې لا نه پوهېده چې ټېک ټاک یو چينايي اېپ دی.
اغلې مير وايي: "که فېسبوک دی، وټس اپ یا انسټاګرام او که ټېک ټاک، دغو ټولو په غونډه نړۍ کې خلک له یوه بل سره تړلي دي. هلته هېڅ ډول پوله نشته. زه خپله په ټېک ټاک کې دومره بوخته وم چې تر اوسه خبره هم نه وم دا یو چينايي اېپ دی "
د ثانیه په خبره، اوس هم هر سهار ټېک ټاک خلاصوي، وېډيو کوي خو بېرته ناهیلي کېږي چې خپرولی خو یې نشي نو څه به کوي؟
نوموړې د ټېک ټاک په مرسته د هندي فلمونو وتلي ستوري سلمان خان سره هم کتلي دي او په دې اړه وایي: "ما ته که له سلمان خان او نورو لویو خلکو سره د لیدو موقع په لاس راغله نو لامل يې دا و چې زه پر ټېک ټاک وم او کاراوه مې "
د یادولو ده چې د چین او هند تر منځ په لداخ کې تر برید وروسته په هند کې ټېک ټاک باندې بندیز ولګول شو.
د دواړو هېوادونو تر منځ په دې سرحدي سیمه کې ۲۰ هندي پوځیان په یوه برید کې ووژل شول. تر هغه وروسته هندوستان د ټېک ټاک په ګډون په ۵۹ چينايي اېپ یا کاریالونو باندې بندیز ولګاوه.

ثانیه که څه هم د دغو بندیزونو له کبله پر ټېک ټاک څه نشي خپرولی خو وايي چې اوس هم هره ورځ یوه وېډيو خامخا ثبتوي. دا وايي، چې کله بندیز خلاص شي نو د دغو شپو ورځو ټول خوندي کړي یادونه به بیا خپاره کړي.
اغلې مير ټېک ټاک د تازه کاره یا نویو هنرمندانو لپاره د تمثیل یو ښوونځی بولي او وايي، 'هلته مشران هنرمندان وي، ایډيټران وي، هغوی زموږ کار ګوري، زموږ تېروتنې راپه ګوته کوي او موږ ته لارښوونې کوي. دا هر څه بس په یو څو دقیقو کې کېږي'.
کشمیر هسې هم لکه زندان و؛ خو اوس لا ډېره زړه تنګي شوه:
د ثانیه میر په څېر اصفه هم د کشمیر اوسېدونکې او د ټېک ټاک کاروونکې ده. هغه هم پر ټېک ټاک دغه بندیز ناهیلې کړې ده او وايي:
"کشمیر خو اوس هسې هم یوه بندخونه ده، بیا چې پرې سرباري کورونا وېروس راغی نو خلک کورونو کې بندیان شول او اوس هرې خوا ته زړه تنګون دی. په داسې وضعیت کې به زموږ وېډیوګانو خلکو ته یو ارام ورکاوه، خو دغه هم رانه واخیستل شو "
اصفه وايي چې په سيمه کې يې انټرنټ هم ډېر ورو او ټوجي دی، "زموږ یوې وېډېو به څو ساعته وخت نیوه چې خپره شي، خو اوس هر څه ختم شول "
د ثانیه میر او اصفې په څېر خلکو ته یوه خوله خندا ورکوونکي وايي چې ګڼ کشميري ځوانان له موسیقۍ، تمثیل، انځورګرۍ، ماډلنګ او سندرغاړۍ سره مینه لري خو په خبره يې، د مناسب چاپېریال د نشتوالي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د فرصتونو د کمښت له کبله تل خپه خپه ګرځي.
دوی وايي د هنر د داسې مینه والو لپاره خواله رسنۍ یو ښه ځای و خو په کشمیر کې پر انټرنټ او اوس پر دغو رسنیو د بندیزونو لګېدو د دوی هیلې ناهیلې کړې او حوصلې يې ورټپي کړې دي.








