هندۍ کورنۍ په ټېک ټاک ویډیو کې خپل ورک شوی پلار وموند

Still from TikTok video

د عکس سرچینه، BBC Telugu

د عکس تشریح، وېنکاتېش (کین لاس ته) د پولیس افسر عجب سېنګ (ښي لاس ته) په مرسته وموندل شو

په هند کې یوې کورنۍ خپل پلار، چې دوه کاله مخکې لادرکه شوی و،‌ د ټېک ټاک یوې ویډیو په مرسته بیا وموند.‌ د وېنکاتېش وارلو په نامه دغه کس، چې سمې خبرې نشي‌ کولی، د ۲۰۱۸ کال په اپرېل میاشت کې د کار موندلو په نیت په تېلېنګانا ایالت کې له خپل کوره په یوه لارۍ کې روان شوی و.‌

زوی یې بي بي سي ته ویلي، پلار یې پر لاره ویده شوی و او کله چې را ویښ شو، لارۍ دوه زره کیلومتره لېرې ان د هند پنجاب ایالت ته رسېدلې وه.

وېنکاتېش پخپله هم سمې خبرې نشوې کولای، په غوږونو هم دروند دی او د سیمې د خلکو په پنجابۍ ژبه هم نه پوهېده.

وروسته کور ته د تلو په نیت یوې بلۍ لارۍ ته وخوت، خو په نیمه لار کې پوه شو چې دا لارۍ هم په بل لور روانه ده. موټروان چې کله ده ته ورپام شو نو په لودیانا ښار کې یې ښکته کړ او هماغلته یې پرېښود.

دی له تېرو دوه کالو راهیسې هماغلته ایسار و د د خلکو په مرسته او سوال ډوډۍ یې ګزاره کوله. په دې ټوله موده کې یې کورنۍ د ده په لټه کې وه، خو په موندلو یې بریالۍ شوې نه وه.

وېنکاتېش څرنګه وموندل شو:

R Venkateshwarlu (second from right) with police and others in Ludhiana
د عکس تشریح، وېنکاتېش د لویدیانا پولیسو سره یو ځای

په هند کې د کورونا وېروس قرنطین له پیلېدو راهیسې د پنجاب ایالت پولیسو یو افسر،‌ عجب سېنګ، پر ټېک ټاک ویډیوګانې خپروي. په دې ویډیوګانو کې عجب سېنګ خلک هڅوي‌ چې له بې وزلو کسانو سره مرسته وکړي.

عجب سېنګ یوه ورځ لودیانا ښار کې له بې وزلو سره مرسته کوله او د خپل ټېک ټاک لپاره، چې ۸ لکه مینه وال یا فالورز پکې لري، ویډیو جوړوله.

په مارچ میاشت کې د ده په یوه ویډیو کې وېنکاتېش هم راڅرګند شو چې مرسته یې ترلاسه کوله.

په تیلېنګانا ایالت کې د وېنکاتېش یوه ملګري‌ دا ویډیو پر ټېک ټاک ولیدله، دی یې پکې وپېژانده او کورنۍ ته یې حال ورکړ.‌

کورنۍ یې د لودیانا ښار پولیسو سره اړیکه ټینګه کړه،‌ پولیسو وېنکاتېش راپیدا کړ او زوی سره یې پر ویډیوکال مخامخ کړ.

دوه کاله وروسته دیدن:‌

R Venkateshwarlu with his family
د عکس تشریح، وېنکاتېش دوه کاله وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

زوی یې وایي، کله چې پر تیلیفون پلار سره سترګې په سترګو شو نو دواړه په ژړا شول او پلار یې ورته وویل چې "راشه،‌ کور ته مې ځه. "

په پیل کې پولیسو دوی ته سپارښتنه وکړه چې د قرنطین تر ختمېدو دې صبر وکړي، خو زوی یې وایي‌ دوی د پلار لیدو ته نور انتظار نشو کولی.‌

چارواکو یې زوی ته ځانګړې اجازه ورکړه چې پنجاب ایالت ته سفر وکړي‌ او خپل پلار وګوري.‌

وېنکاتېش د تېرې سې شنبې په ماښام بېرته خپل زوی سره خپل کور ته ورسېد او له دوه کلنې جدایۍ وروسته خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.‌

د وېنکاتېش زوی وایي، پلار یې تېر دوه کاله په وچه ډوډۍ ګزاره کړې،‌ حال دا چې وچه ډوډۍ یې هېڅ نه خوښېده.

زوی یې وایي، لومړی کار به دا کوي چې په پلار به کور کې پخې شوې وریژې خوري، ځکه ورېژې یې ډېرې خوښېږي.