د سینګار په پلمه د چین له مسلمانانو د یوې پېلغوټې ننګه
د یوې افغان توکمه- امریکايۍ پېغلې هغه وېډيو ډېره مشهوره شوې چې پر چينايي ټولنیزه شبکه 'ټېکټاک' یې خپره کړې او د چين حکومت يې تورن کړی چې مسلمانان 'اجباري پنډغالو' کې ساتي او دا کار يې بل 'هولوکاسټ' بللی.
فېروزې عزیز وروسته په ټویټر کې ليکلي چې هغه له دغې شبکې بلاک شوې. دا مسلمانه پېغله په یوه لنډه وېډیو کې خپلو مینه والو ته د بڼو جوړول ورښيي.
دا په پیل کې ډېره چټکه غږېږي او وايي، دا چې باڼه مو اوږده مالوم شي، نو لومړی یې په پاکۍ نري کړئ او بیا د د اویغور مسلې ته ورشئ چې د هغې په ګومان "بل هولوکاسټ" دی.
دا وايي: "اوس باڼه په ځمکه وغورځوئ او له همدې ټیلېفون سره چې په لاس کې مو دی، ولاړ شئ او وګورئ چې چین له اویغوریانو سره په اجباري کمپونو کې څه ډول چلن کوي."
دا وېډیو شاوخوا در میلیون ځله کتل شوې او نیم میلیون کسانو خوښه کړې ده او کابو شپږ زره کسانو تبصرې پرې لیکلې دي.
اغلې عزیز دا وېډیو پر خپله ټوېټر پاڼه خپره کړې چې ډېرو یې هرکلی کړی دی. تر سلو زرو ډېرو کسانو دا وېډیو پر ټوېټر لاس په لاس کړې ده.
د چین حکومت په تازه افشا شویو اسنادو کې راغلي، چې دغه هېواد په کمپونو کې د اویغور وګړو "مغزونه مینځي". د چین حکومت دا ادعاوې رد کړې دي او وايي په دې کمپونو کې دوی په رضاکارانه او وړیا ډول هغو وګړو ته روزنه چمتو کوي، چې په "داوطلب" ډول ګټه اخیستل غواړي.
اویغوریان په چین کې لږکي مسلمان وګړي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
اغلې عزیز وايي، دا وېډیو یې د خپل "ټېکټاک" اکونټ ته چمتو کړې، خو "ټېکټاک" له هغې نه د نورو وېډیوګانو استولو واک اخیستی دی.
"ټېکټاک" د خواله رسنیو یوه شبکه ده، چې تر یوې دقیقې پورې لنډې وېډیوګانې پکې خپرېږي. د دغه شرکت څښتن چینایی دی او په دغه هېواد کې د "دویین" په نامه یو بل ورته کاریال (اپلیکېشن) هم لري.
"ټېکټاک" په غبرګون کې بي بي سي ته ویلي، د اغلې عزیز خبرې رښتیا نه دي.
دغه شرکت ویلي، له "ټېکټاک" نه وېډیوګانې د سیاسي دلایلو له کبله نه لیرې کېږي.
دوی مخکې هم د فیروزې عزیز نور اکونټونه حذف کړي وو، چې په وینا یې د ترهګرۍ اړوند قوانین یې تر پښو لاندې کړي دي.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
په وروسته پړاو کې دغه شرکت "ټېکټاک" ته د ټیلېفون له لارې د اغلې فېروزې لاسرسی هم محدود کړی دی. دغه شرکت ادعا کوي له دغو دوو ګامونو څخه هېڅ یو یې د اویغور په اړه له وېډیو سره تړاو نه لري.
د یاد شرکت ویاند ویلي، د اغلې عزیز اکونټ پرانیستی دی او مینه وال یې وېډیو کتلو ته لاسرسی لرلی شي.

د عکس سرچینه، Reuters












