چین توقیفځیو کې لاهم د اویغور مسلمانانو "مغزونه مینځي"

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د چین حکومت ځینې اسناد افشا شوي، چې ښيي په توقیفځیو کې د اویغور مسلمانانو او نورو بندیانو مغزونه پکې مینځي او تر هغو یې نه خوشي کوي، چې په بشپړه توګه یې له کړو وړو، عقیدوي باور او ژبې بدلولو ډاډمن شوي نه وي.

په لومړي ځل په دې افشا شویو اسنادو کې راغلي، چینايي چارواکي دا کار د سلګونه زره اویغور مسلمانانو په حق کې په ډېرو خوندي توقیفځیو کې په سیستماتیک ډول کوي.

د چین حکومت تل ادعا کړې چې د شینجیانګ سیمې په دې توقیفځيو کې بندیانو ته زدکړې او رضاکارانه تمرینونه ورکوي.

خو رسمي افشا شوي اسناد - چې بي بي سي ته هم رسېدلي - ښيي چې هلته پر بندیانو محدودویتونه لګول شوي او ربړول کېږي.

په برتانیا کې د چین سفیر دغه افشا شوي اسناد سم نه دي بللي او دا یې "درواغ خبرونه" بللي دي.

Workers walk by the perimeter fence of what is officially known as a vocational skills education centre in Dabancheng in Xinjiang Uighur Autonomous Region, China September 4, 2018.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د چین حکومت تل ادعا کړې چې د شینجیانګ سیمې په دې توقیفځيو کې بندیانو ته زدکړې او رضاکارانه تمرینونه ورکوي.

دغه اسناد د څېړنیزو خبریالانو نړیوالې ټولنې ته رسېدلي، چې برتانیا کې د بي بي سي پانوراما او "ګارډین" ورځپاڼې په ګډون له ۱۷ رسنیو سره شراکت لري.

بي بي سي په ترکیه کې له ځینو اویغور کورنیو سره کتلي چې وايي ماشومان یې چین کې لادرکه شوي
د عکس تشریح، بي بي سي په ترکیه کې له ځینو اویغور کورنیو سره کتلي چې وايي ماشومان یې چین کې لادرکه شوي

په څېړنه کې د چین حکومت د هغې ادعا ردولو لپاره ځینې نوي ثبوتونه په ډاګه شوي، چې وايي دغه توقیفځي چې په وروستیو درېیو کلونو کې شینجیانګ کې جوړ شوي، د سخت دریځۍ له منځه وړلو په موخه عادي ژوند ته د بندي شویو کسانو د راستنېدو په هدف دغه کسان پکې ساتل کېږي.

اټکل کېږي شاوخوا یو میلیون وګړي، چې ډېری یې لږکي اویغور مسلمانان دي، له محاکمې پرته نیول شوي.

دا نهه مخیزه اسناد ژو هایلون په ۲۰۱۷ کال هغو چینايي چارواکو ته استولي چې دغه توقیفځي سمبالوي. ژو هایلون هغه مهال په شینجیانګ کې د کمونېست ګوند مرستیال سکرتر او په دې ولایت کې جګپوړی امنیتي چارواکی و.

.
.

په لارښوونو کې په ښکاره غوښتنه شوې چې تر ټولو د ټینګ امنیت لرونکو توقیفځيو کې دې له پوره نظم، سزا او د تښتېدو د مخنیوي لپاره چټک ګامونه پورته شي.

په یادښتونه کې لاندې امرونه شته:

  • "هېڅکله د تېښتې اجازه مه ورکوئ."
  • "له کړو وړو د سرغړونو پر سر د انضباط او سزا ډېرول."
  • "د توبې ایستلو او اعتراف ډېرول."
  • "د ماندرین (چینايي ژبې) زدکړه لومړیتوب ګرځول."
  • "زدکوونکي په اخلاص بدلون ته هڅول."
  • "په وېډیوګانو کې د خوبخونو او درسي ټولګیو د بشپړې څارنې ثبتولو ضمانت."

په اسنادو کې د توقیفځیو د هر اړخیز ژوند څارنه او سمبالښت: "زدکوونکي باید د خوبځي ثابت کټ ولري، په لیکه کې ثابت ځای ولري، په ټولګي کې یې څوکۍ ثابته وي، د ځینو مهارتونو زدکولو کې ثابت ځای ولري او د بدلولو جدي مخنیوی یې وشي."

.

دا هم پکې راغلي: "له خوبه راویښېدو، ځان مینځلو، تشناب ته تللو، د خونو پاکوالي، خوړو، زدکړو، خوب، دروازې بندولو او نورو چارو کې د کړو وړو اړوند معیارونه او لارښوونې جدي په پام کې ونیسي."

نور اسناد ټینګار کوي چې د ۲۰۱۷ کال یوازې یوه اونۍ کې دې ۱۵ زره کسان دې له جنوبي شینجیانګه کمپونو ته واستول شي.

د بشر حقونو څار سازمان کې د چین د چارو مشرې سوفي ریچرډسن ویلي، افشا شوی لارښود باید د څارنوالانو له خوا عملي شي.

BBC

دا وايي: "دا د کار عملي ثبوت دی، چې د بشر له حقونو په سپین سترګۍ سرغړونه مستندوي. زما په باور دا خبره مناسبه ده چې لږترلږه هر یو نیول شوی فزیکي ځورول شوی، ځکه چې دوی نه پوهېږي په بند کې به څومره وخت تېروي."

په یادښتونو کې راغلي، یوازې هغه کسان خوشي کېږي، چې چارواکي یې د کړو وړو، عقیدې او ژبې له بدلېدو ډاډمن شي او د کمونېست ګوند څلور جرګه ګۍ یې د بشپړ بدلېدو ضمانت وکړي.

د بشر حقونو یو وتلی وکیل او د اویغور نړیوال کانګرس سلاکار بن امیرسن وايي، دا کمپونه د خلکو د هویت بدلولو هڅه کوي:

"ډېره ګرانه ده چې د دوی کړنې وګورو، خو دا د دوی د مغز مینځلو بشپړ پلان دی، هغه هم د یوه بشپړ توکم په تړاو."

د افشا شویو اسنادو یوه برخه کې راغلي، یوازې ۱٫۸ میلیون مشکوک کسان له دې کبله نیول شوي چې په خپلو ګرځنده ټیلېفونونو کې یې د Zapya په نامه کاریال درلود.

بیا چارواکو له دې ډلې له ۴۰۵۵۷ کسانو څېړنې وکړې.

د سینکیانګ اویغوریان

  • اویغوریان د ترک مسلمانانو له ټبره دي
  • دوی د سینکیانګ د وګړو ۴۵ سلنه جوړوي؛ ۴۰ سلنه یې د چین هان قوم دی
  • چین په ۱۹۴۹ کال د ختیځ ترکستان دولت له لنډمهالې واکمنۍ او شخړې وروسته پر سیمې واک ټینګ کړ
  • له هماغه وخت راهیسې، دغې سیمې ته د کډوالۍ څپې ورماتې شوې
  • اویغوریان د خپل دودیز کلتور له منځه وړلو وېره لري
اویغور مسلمانان

د عکس سرچینه، Getty Images