کینیايي ښوونکي د یو میلیون ډالرو نړیواله جایزه ګټلې

دبۍ

د عکس سرچینه، VARKEY FOUNDATION

د عکس تشریح، نوموړي دا جایزه په دبۍ کې په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې ترلاسه کړې ده.

د کینیا د ساینس یو ښوونکي د یو میلیون ډالرو په ارزښت د نړۍ غوره استاد جایزه ګټلې.

پیټر تابیچي د خپل عاید ډېره برخه د بېوځله ماشومانو په روزنه لګوله او د ۲۰۱۹ کال د غوره ښوونکي نړیواله جایزه یې ګټلې.

نوموړی له دې امله ډېر ستایل شوی چې په محرومو سیمو او ښوونځیو کې یې له ګڼه ګوڼې ډکو ټولګیو او څو کتابونو په مټ زده کوونکو ته تدریس کاوه.

هغه وايي غواړي خپل زدکوونکي په دې وپوهوي چې 'ساینس د راتلونکې جوړولو لار' ده.

نوموړي دا جایزه په دبۍ کې په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې ترلاسه کړې ده.

هغه د کېنیا په لرې پرتې سیمه رېفت والي کې لریو پرتو محرومو زدکوونکو ته د تدریس په برخه کې د ژمنې درلودو له امله ددې جایزې مستحق پېژندل شوی دی.

هغه د خپل عاید ۸۰ سلنه د ماشومانو روزنې ته ځانګړی کړی دی.

که دده ملاتړ نه وای، ویل کیږي هلته به زدکوونکو کتابونه او یونیفرم نه درلود.

استاد پیټر وايي: "ټوله خبره په پیسو کې نه ده."

دده شاګردان در ډېره د بېوځله کورنیو ماشومان یا یتمیان دي.

کینیا

د عکس سرچینه، Empics

د عکس تشریح، پیټر تابیچي د خپل عاید ډېره برخه د بېوځله ماشومانو په روزنه لګوله او د ۲۰۱۹ کال د غوره ښوونکي نړیواله جایزه یې ګټلې.

دغه استاد غواړي چې نه یوازې په کینیا بلکې ټوله افریقا کې د ساینس له لارې د پرمختګ په اړه خپله هیله پوره کړي.

هغه وویل ددې جایزې اصلي ګټونکي د افریقا ځوان نسل دی.

"د یوه ښوونکي په توګه ما په لومړۍ کرښه کې د ځوان نسل ژمنه، خلاقیت، استعداد او ځیرکتیا ولیده."

"د افریقا ځوان کهول به نور په ټیټه هیلو شاته پاته نه شي. افریقا به ساینس پوهان، انجینران او داسې کارګران ومومي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به شهرت ومومي. نجونې به ددې کیسې لویه برخه وي."