د بیوزله ماشومانو لپاره د سړک غاړې ته ښوونځی

د ویډیو تشریح، د بیوزله ماشومانو لپاره د سړک غاړې ته ښوونځی

په پاکستان کې د شمېرو له مخې اوس هم په میلیونونو ماشومان ښوونځي ته نه ځي خو په دې وروستیو کلونو کې، په کراچۍ کې، داسې یو ښوونځی جوړ شوی دی چې د سړک پر سر دی. هغه ماشومان ورځي چې بې وزلي دي. نظر دا و چې د سړک پر سر لوبېدونکي ماشومان ورشي او تعلیم وکړي. ځايي خبریال عرفان خټک ورغلی دی او له زده کوونکو سره یې غږېدلی دی.