ازاد چاپېریال د ماشومانو د لید ساتنه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې ورځو کې د ماشومانو او نوي ځوانانو ډېر وخت له بریښنایي توکو لکه موبایل، لپټاپ، کمپیوټر او نورو سره تېرېږي، په ځانګري ډول په وروستۍ لسیزه کې چې ځیرک ټيلیفونونه له انټرنټ سره نښول شوي دي.
له برېښنايي توکو سره د ماشومانو د ډېر پاتې کېدو له امله د دوی د وزن د ډېروالي او په شکرې ناروغۍ د اخته کېدو په اړه هم بحثونه شوي دي. خو که دې موضوع ته ډېر ځير شو، وینو چې په ورستیو لسیزو د دغو ماشومانو ملاوې پېړې شوي او د سترګو لید یې لنډ واټنی شوی دی.
اوس په ختيځه اسيا کې د ماشومانو د نږدې لید مسله ساري شوې ده.
په لندن کې د کینګر کالج د سترګو جراح او پروفیسور کریس همونډ وايي:
" په ماشومانو کې نږدې لید ورځ تر بلې پراخېږي. په جنوبي اسیا، سینګاپور، تایوان او سویلي کوریا کې کابو ۹۰ سلنه له ۱۸ کلنۍ کم عمره کسان لنډ واټنی لید لري.
د نوموړي په خبره، په ۲۰مه پېړۍ کې د لید د لنډ واټن کچه له ۲۰ تر ۳۰ سلنه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لندن د مورفیلډ روغتون د سترګو متخصص (انګرټ دالمان نور) وايي، په ماشومانو کې د نږدې لید یو لامل دا دی چې د لمر رڼا ته نه وځي.
" ښکاره ده کله چې ماشومان ډېره مطالعه کوي یا هم له ټابلېټ، کمپیوټر او ځیرکو ټيلیفونونو څخه ګټه اخلي، نو نه شي کولی له کوره بهر ووځي، د لمر رڼا ته منډې ووهې او لوبې وکړي."
د لمر رڼا ته د ماشومانو ډېر نه وتل، د دې لامل کېږي چې د هغوی د نږدې لید سیسټم پیاوړی شي.
پروفیسورهمونډ وایي، په ختیځه اسیا کې د ریاضي د زدکوونکو او د نږدې لید د ځواک خاوندانو تر منځ اړیکې ممکن ناڅاپي نه وي:
" دغه ماشومان له وړکتوبه د زدکړې تر فشار لاندې دي او ډیری وخت یې په تړلي ځای کې تېرېږي او هر څه چې لولي ډېر له نږدې او د سترګو پر وړاندې یې لولي.
میندې او پلرونه څه کولی شي؟
مېندې او پلرونه کولی شي خپلو ماشومانو ته ووايي چې له کمپیوټر، موبایل او ټابلېټ څخه ډیره ګټه مه اخلئ، خو رښتیا دا ده چې د اوس ماشومان له بریښنايي توکو سره دومره مینه لري چې په اسانۍ سره نه شي کولی له دغو توکو بېل شي.
سربیره پر دې اوس باید ماشومان خپلې زدکړې د کمپیوټر له لارې وکړي خو متخصصان بیا وايي تر ټولو ښه لاره دا ده چې ماشومان دې په ازاد چاپېریال کې وخت تېر او لوبې وکړي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
پرفیسور همونډ زیاتوي:" د نږدې لید د مخنیوي لاره په ازاد چاپیریال کې وخت تېرول دي، په دغه چاپيریال کې تکړښت او لوبې له لید څخه ساتنه کوي."
د نوموړي په وینا، هره ورځ په ازاد چاپیریال کې د دوه ساعتونو لپاره ګرځېدل د نږدې لید د مخنیوي لامل ګرځي.
" هغه چینايي ماشومان چې د اسټرالیا په سيډني ښار کې اوسیږي تر شپږ کلنۍ یې د نږدې لید کچه ۳ سلنه ده.
دا ځکه چې دغه ماشومان د کور باندې په ازاد چاپېریال کې دوه ساعته وخت تېروي، خو دغه کچه بیا په سینګاپور کې ۳۰ سلنه ده. "

د عکس سرچینه، Getty Images
بل کار چې مېندې او پلرونه یې کولی شي هغه د ماشومانو خوړو ته پاملرنه ده.
نوموړی وايي ښه خوراک لکه غوړ کبان، سابه او شنې پلنې پاڼې خوړل هم مهم دي او ترڅنګ یې باید هر کال د ماشومانو سترګې په متخصص وکتل شي.
کارپوهان په دې لټه کې دي چې څه ډول د ماشومان لاسرسی برېښنايي توکو ته کم کړي تر څو د لید سیسټم ته یې تاوان ونه رسیږي.
ډاکتر همونډ وايي: " په چینایي ښارونو کې، د هر ټولګۍ لس سلنه زدکوونکي د سترګو لید لنډ واټنی کېږي چې د حل لپاره یې باید لا ډېرې څېړنې وشي.
پلار او مور څنګه د ماشوم د لنډ واټني لید په ستونزه پوه شي:
که ماشوم د ټولګي د تورې تختې د لیک لیدلو لپاره تختې نږدې کېنې.
که ماشوم د ټلوېزیون مخ ته ډېر نږدې کېني
که ماشوم له سر دردۍ یا د سترګو له ستړیا شکایت کوي
که ماشوم پرله پسې خپلې سترګې موښي









