ستاسو کمپیوټر له سایبري برید سره مخ دی؟

د عکس سرچینه، PA
د کمپیوټر امنیتپوهان خبرداری ور کوي، چې د باج تار یا پوستکالي (Rynsm Software) په نوم نړیوال سایبري برید پسې ممکن څو ورځې وروسته او په روانه اونۍ کې دغه ډول انټرنیټي یا ورته بریدونه وشي.
پوښتنه دا ده چې ادارې او دویز کارن( کمپیوتر کاروونکي) څنګه له دغو بریدونو خپل کمپیوټرونه خوندي کولی شي.
رېنسم وایر یا دغه انټرنیټي برید ورانوونکی پروګرام دی، د کمپیوټر فایلونه د دې لپاره بندوي، چې له څېښتن یې پیسې واخلي.
سایبري برید نوې خبره نه ده، خو د اروپا د پولیسو په خبره، وروستی برید د پراختیا له مخې بې مخینې و او په ۱۵۰ هېوادونو کې یې له دوو لکو ډېر کمپیوترونه په نښه کړل.
د ایران د ټیکنالوجۍ ادارې د رپوټ له مخې، په دغه هېواد کې یې تراوسه له دوو زرو ډېر داسې کمپیوټرونه پېژندلي چې دغه برید پر شوی دی.
د برتانیا د ټولیزې درملنې او روغتیا اداره هم د هغو بنسټونو له ډلې وه چې دغه انټرنیټي برید یې کمپیوټرونه وځپل.
خو د شنبې په سهار له ۴۸ ډېرو مرکزونو چې له دغه برید سره مخ شوي وو، وویل، چې کمپیوټرونه یې بیا په کار اچولي دي.
داسې ښکاري چې دا د باج تار یا پوستکالی د سایبري بریدګرو لپاره چور ګټور نه و.
دغه برید داسې پلان شوی و، چې په کوم کمپیوټر برید کېږي، نو د ۳۰۰ ډالرو په کچه باج باید ترې واخیستل شي.
خو د بي بي سي د وروستیو څېړنو له مخې دغه باج تار په ټول کې یواځې ۳۰ زره ډالر جمع کړي او دا ښيي چې ډېرو قربانیانو بریدګرو ته غوښتې پیسې نه دي ور کړې.
ستاسو کمپیوټر په خطر کې دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې ویروس د لېږد عامل وانا کرای نومېږي، یواځې پر هغو کمپیوټرونو برید کوي چې وینډوز اپورېټېنګ سیستم کاروي.
که تاسو دا ډول سیستم کاروئ او تازه (اپډېټ) کړی مو نه وي، یا هم که د برېښلیکونو د کتلو پر مهال بې پروايي وکړئ، ښايي له خطر سره مخ یاست.
خو بیا هم د کمپیوټر امنیتپوهان په دې اند دي چې په وروستي سایبري برید کې ډېر کورني کارن له خطر سره مخ نه دي.
د خپل کمپیوټر د امنیت خوندتیوب لپاره باید خپل اپورېټېنګ سیستم تازه یا اپډېیټ کړئ.
له ویروس ضد پوستکالیو(سافټویرونو) او فایروال کار واخلئ. برېښلیکونه هم په ځیرتیا پرانیزئ.
پرلپسې خپل مهم فایلونه په میموري کې خوندي کړئ، که په دغسې مهال د باج تار سره مخ شوئ، نو اړ به نه یاست، چې د خپلو مهمو فایلونو د پرانیستلو لپاره هکرانو ته پیسې ور کړئ.
ور سره دا هم یاد ساتئ چې هیڅ داسې ضمانیت هم نشته چې انټرنیټي باجګرو ته له پیسو ور کولو وروسته هم ستاسو فایلونه ازاد شي.
باج تار څنګه دومره ژر پراخ شو؟

د عکس سرچینه، WEBROOT
د دې برید اصلي عامل وانا کرای نومېږي او د کمپیوټري چنجي په نوم د یو ډول ویروس له لارې خپرېږي.
د نورو زیانګرو پروګرامونو اپوټه دا ویروس په شبکو کې په خپلچاري یا اتومات ډول خپرېږي.
تر ډېره نور ویروسونه د خپرېدو لپاره انساني عامل ته اړتیا لري، ترڅو کارن پرې تېروځي او پر لېنکونو یا ترلاسه شویو برېښلیکونو په کلېک کولو سره د دې ویروس د فعالېدلو سبب شي.
خو وانا کرای ویروس چې د یوې ادارې کمپیوټري جال یا شبکو ته ننوځي، زیانمن کمپیوټرونه په نښه کوي، خپلچاری فعالېږي او پر هغو کمپیوټرونو برید کوي چې کمزوری امنیت لري، په دې دلیل دا باج تار دومره ژر پراخ شو.
ولې قرباني کمپیوټرونو امنیتي ستونزه درلوده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
مایکروسافت کمپنۍ له باج تارونو سره د مقابلې لپاره په مارچ میاشت کې وړیا امنیتي کڅوړه خپره کړه.
داسې ښکاري چې وانا کرای ویروس له امنیتي شکلونو په ناوړه کار اخیستلو جوړ شوی دی، چې د امریکا ملي امنیت ادارې وموندل.
کله چې د دې پوستکالي ستونزو په هکله معلومات خپاره شول، نو د کمپیوټر ډېرو امنیت څېړونکو وړاندوینه وکړه، چې دا خپاره شوي معلومات د داسې باج تارونو د جوړېدلو سبب کېدلی شي، چې پخپله به فعالېږي.
لومړی تصور دا و، چې د باج تار برید قربانیان یواځې د اېکس پي وینډوز کارن دي، چې مایکروسافټ د زړښټ له امله دا اپورېټېنګ سیستم له کارولو اېستلی دی او له امنیتي پلوه نه تازه کېږي.
په دا مهال د سایبري امنیت متخصص الن ووډ وارډ وايي، د وروستیو شمېرو له مخې د هغو قربانیانو شمېر ډېر کم دی، چې له اېکس پي وینډوز کار اخلي.
دا سایبري برید چا وکړ؟

د عکس سرچینه، Reuters
تراوسه د دې برید عاملان پېژندل شوي نه دي، خو د کمپیوټر امنیتپوهان وايي، چې دا ویروس ډېر پېچلی هم نه و.
د سایبري امنیت یوه څېړونکي د دې ویروس کوډونو کې د "ځنډولو کیلي" وموندله، چې د دې ویروس په مخنیوي او کنټرول کې یې له متخصصانو سره مرسته وکړه.
د کارپوهانو په خبره، د کوډ دا برخه ښايي د داسې شرایطو لپاره جوړه شوې وي، چې کله ویروس پېژندل کېږي، نو غیر فعال یې کړي، چې نور ونه پېژندل شي، خو ښکاري چې دې هڅې یې کار ونه کړ او کارپوهانو دا ویروس وپېژاند.
باج تارونه د سایبري غلو د خوښې وړ باوري لارو باندې بدل شوي دي، ځکه په مټ یې هکران په ډېر کم وخت کې ډېره ګټه ترلاسه کوي.
سایبري غله په اساني له باج تار ترلاسه شوې پیسې د بیت کوین انټرنټي پیسو په کارولو سره نغدولی شي چې پولیسو او امنیتي ادارو ته یې مخنیوی سخت دی.








